کابل ښوونې او روزنې، فاریاب، بدخشان او بامیان پوهنتونونو د علمي کادري بستونو مسلکي(تحریري) ازموینه واخېستل شوه!

keu_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۰ - ۹:۳۸
123
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، فاریاب، بدخشان او بامیان پوهنتونونو د علمي کادري بستونو د مسلکي(تحریري) ازموینې اخیستلو بهیر د چهارشنبې ورځ ۱/۲/۱۴۴۶ هــ.ق. چې له ۱۷/۵/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي"، علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست پلاوي او استادانو په حضور کې واخېستل شوه.
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د دې پروسې په ترسره کېدو یې خوښي څرګنده کړه، وویل یې زمونږ هېواد او ټولنه په دې وخت کې مسلکي او متعهد استادانو ته ډېره اړتیا لري او ټولو نوماندانو ته یې د علم او زده کړو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې، همدارنګه یې د ازموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال یې د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین اړوند ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، زیاته یې کړه: په پوهنتونونو کې د علمي کادرونو د ګمارنې معیار د نوماندانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کیږي.
د نوماندانو مسلکي(تحریري) ازموینه په ارامه او ډاډمنه فضا کې پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۴:۲۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت لخوا نویو ګومارل شویو اداري کارمندانو ته په" اداري کارونو کې له ورد، پاورپاینټ او انترنټ څخه د ګټې اخیستنې" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ روزنیز ورکشاپ دایر شو!

دوشنبې ورځ د ١٢/٧/١٤٤٦ ه.ق چې له ٢٤/١٠/١٤٠٣ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت د کارکوونکو چارو آمریت لخوا نویو ګومارل شویو اداري کارمندانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو د علمي او تاریخي سفر وروستۍ ورځ په ترڅ کې کندهار ولایت کې له بېلابېلو دیني، فرهنګي، علمي او تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړه!

جمعې ورځ د ٢١/١٠/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٩/٧/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو د علمي او تاریخي سفر وروستۍ ورځ په ترڅ کې کندهار ولایت کې له بېلابېلو دیني، فرهنګي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۳:۵۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو د علمي او تاریخي سفر په ترڅ کې په لومړۍ او دویمه ورځ په غزني ولایت کې د اطلاعات او فرهنګ ریاست څخه د لېدنې ترڅنګ په زابل ولایت کې د امیرالمؤمنین(رح) مبارک زیارت ته د دعا کولو په پار ولارل!

چهارشنبې ورځ د ١٩/١٠/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٧/٧/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو د علمي او تاریخي سفر په ترڅ کې په لومړۍ او دویمه ورځ په غزني ولایت کې د. . .

BACK TO NEWS