د څېړنو او علمي مجلو د معاونیت تاریخي مخینه او پېژندنه
د څېړنو او علمي مجلو د معاونیت تاریخي مخینه او پېژندنه
پوهنتونونه په اصل کې د څېړنو، زدهکړو او روزنې مرکزونه دي؛ ځکه علمي-څېړنیز فعالیتونه، د تکنالوژۍ ترویج او د علومو عملي کول په ټولو برخو کې د پوهنتونونو له اساسي دندو څخه شمېرل کېږي. له نیکهمرغه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د رهبري پلاوي د هڅو په نتیجه کې، د دې پوهنتون علمي څېړنو مرکز په ۱۳۸۹ کال کې جوړ شو. دا مرکز له ۹ کلونو وروسته، په ۱۳۹۸ کال کې د علمي څېړنو آمریت ته لوړ شو او د فعالیت ساحه یې پراخه او وده وکړه. په ۱۴۰۲ کال کې د اسلامي امارت او د لوړو زدهکړو وزارت د ځانګړې پاملرنې له مخې، د افغانستان په ۲۵ پوهنتونونو کې د څېړنې معاونیتونه جوړ شو چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هم پکې شامل و. د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د څېړنې او مجلو معاونیت په ۱۴۰۲ کال کې د دوو آمریتونو ـ د څېړنو آمریت او د مجلو آمریت ـ سره تأسیس شوه، او همداراز په ۱۴۰۳ کال کې د دې پوهنتون د عامه کتابتون آمریت هم د څېړنو او علمي مجلو معاونیت ته ورزیات شوه.
اوس مهال، د څېړنو او علمي مجلو معاونیت درې آمریتونه او یو مدیریت لري چې "د ابتکار او نوښتونو مدیریت" نومېږي.
- د څېړنو آمریت
- د مجلو آمریت
- د عمومي کتابتون آمریت
- د ابتکار او نوښتونو مدیریت
دا معاونیت ۲۷ دایمي کارکوونکي او یو قراردادي کارکوونکې لري. د دې علمي ادارې د څېړنو آمریت په جوړښت کې درې کارکوونکي په دنده بوخت دي: د علمي څېړنو آمر، د علمي څېړنو عمومي مدیر، او د علمي څېړنو کارپوه. د مجلو آمریت په جوړښت کې پنځه کارکوونکي په دنده بوخت دي: د مجلو آمر، د مجلو عمومي مدیر، د مجلې د توضیح مدیر، د ډیزاین او طرحې کارپوه، د مجلو کارپوه، او د مجلې مهتمم. د عامه کتابتون آمریت شپږ کارکوونکي لري، چې عبارت دي له: د کتابتون آمر، د کتابتون عمومي مدیر، د کارت او کټلاګ او توضیح مدیر، د ماسټرۍ کتابتون مدیر، د کتابونو د تنظیم او توضیح مدیر، او د ډیجیټلي کتابتون مدیر. د خلاقیت او نوښتونو مدیریت چې تازه یې فعالیت پیل کړی، یوه د خلاقیت او نوښت کمیټه او یو مدیر لري. د څېړنو او علمي مجلو معاونیت په ټولیز ډول ۶ ژورنالونه لري، چې له دې جملې څخه ۳ داخلي او ۳ نړیوال ژورنالونه دي. دا معاونیت په پوهنتون کې دوه کمیټې او یوه کمیسیون لري، چې عبارت دي له: د څېړنو کمیټه، د نشراتو کمیسیون، او د خلاقیت او نوښتونو کمیټه.
لیدلوری:
د پوهنتون د استادانو د څېړنیزو مهارتونو لوړول او د څېړنې فرهنګ بنسټیز کول؛ داسې څېړنې ترسره کول چې د معاصرې ښوونې او روزنې اړتیاوو ته ځواب ویونکی وي او د نننیو تعلیمي ستونزو لپاره مشخصې حللارې وړاندې کړي.
رسالت:
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هڅه کوي چې یوازې یو تعلیمي پوهنتون پاتې نه شي، بلکې تر زدهکړې سربېره، د یو څېړنیز او د پوهې په تولید کې ونډهوال پوهنتون په توګه وپیژندل شي. د همدې اصل پر بنسټ، د پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت ځان مکلف ګڼي چې لاندې دندې ترسره کړي:
۱. د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په ټولو پوهنځیو کې د علمي څېړنو پیاوړتیا او پراختیا؛
۲. د علمي څېړنو په برخه کې د ښوونیزو اسانتیاوو برابرول د ورکشاپونو د جوړولو له لارې؛
۳. د نورو استادانو د څېړنیزو پایلو د استفادې لپاره د اسانتیاوو برابرول؛
۴. د پوهنتون د علمي کادر غړو او د نورو ملي او نړیوالو پوهنتونونو ترمنځ د علمي اړیکو پیاوړي کول؛
د څېړنو او علمي مجلو د معاونیت لاسته راوړنې
د څېړنو او علمي مجلو معاونیت له خپل تأسیس (په ۱۴۰۲ هـ ش کال کې) تر اوسه ډېرې مهمې لاسته راوړنې درلودلې، چې تر ټولو مهمې یې دا دي:
۱. د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د پرمختګ لپاره د ملي کنفرانس ترسره کول (۱۴۰۲ هـ ش کال)؛
۳. د کنفرانس د پایلو د تطبیق په موخه پوهنې وزارت سره څو ناستې جوړول؛
۴. د درې داخلي مجلو جوړول : ژبه او ادبیات، ټولنیزې علومې، اسلامي علوم:
۵. د درېو نړیوالو مجلو جوړول : اسلامي علوم، طبیعي علوم، او ټولنیزې علوم؛
۶. د پورته یادو شویو مجلو لپاره د جلا وېبسایټونو جوړول او فعالول؛
۷. د ټولو نړېوالو ژورنالونو لپاره د ISSN نمبر اخیستل؛
۸. په پوهنتون کی د ترسره شویو څېړنو پایلې له اړوندو سکتورونو سره په فزیکي ډول او د ورکشاپونو له لارې شریکول؛
۹. د پوهنتون عامه کتابتون د انټرنېټ او کمپیوټرونو په واسطه تجهیزول؛
۱۰. د پوهنتون عامه کتابتون ته د ۴۰۰۰ بېلابېلو کتابونو زیاتول؛
۱۱. د پوهنتون لپاره د ډیجیټلي کتابتون جوړول؛
۱۲. د هغو سافټویرونو پېرل، چې د انګلیسي، روسي، ترکي او عربي ژبو مقالو کې ورتهوالی (مشابهت) کشفوي؛
۱۴. د ۱۴۰ علمي کنفرانسونو وړاندې کول د پوهنتون د استادانو لهخوا په ۱۴۰۳ کال کې؛
۱۵. د پوهاند رتبه لرونکو استادانو لهخوا د ۱۶ علمي کنفرانسونو وړاندې کول په ۱۴۰۳ کال کې؛
۱۶. د پوهنتون په ملي مجلو کې د ۴۸ علمي مقالو خپرېدل؛
۱۷. د پوهنتون په نړیوالو مجلو کې د ۱۸ علمي مقالو خپرېدل؛
۱۸. په نورو نړیوالو مجلو کې د ۱۵ علمي مقالو خپرېدل.
د څېړنو او علمي مجلو معاونیت پالیسی
عمومیات
لومړی ماده: موخې
- دا پالیسي د پوهنتون په کچه د علمي څېړنو د کیفیت لوړولو، د څېړنیزو فعالیتونو د همغږۍ، د څېړونکو د ملاتړ او د څېړنیزو اخلاقو د رعایت لپاره تدوین شوې ده. د پالیسي چوکاټ داسې رغیدلې دی چې:
- څېړنې په معیاري ډول ترسره شي؛
- د څېړونکو حقونه خوندي شي؛
- د څېړنو پایلې د پوهنتون له ستراتېژیکو موخو سره همغږې شي.
دویمه ماده: د پالیسۍ ساحه (Scope)
- دا پالیسي د علمي څېړنو اړوند د پوهنتون پر لاندې برخو پلې کېږي:
- استادان
- محصلان (لیسانس، ماستري، دوکتورا)
- اداري کارکوونکي چې په څېړنو کې برخه اخلي.
درېیمه ماده: د څېړنو کمېټه
- د څېړنو اصلي کمیټه هغه علمي او اداري جوړښت دی چې په پوهنتون کې د څېړنیزو فعالیتونو د تنظیم، مدیریت، ارزونې او همغږۍ مسئوولیت لري. دا کمیټه د څېړنو د کیفیت د لوړولو، د څېړنیزو اصولو د تطبیق، د څېړنیزو پروژو د منظورۍ، د څېړنې د اخلاقو د څار او د څېړنیزو پلانونو د عملي کولو لپاره د تصمیم نیونې صلاحیت لري.
د علمي څېړنو اصلي کمېټه له لاندې غړو څخه جوړه ده:
-
- د علمي څېړنو او مجلو مرستیال د کمېټې د رئیس په توګه؛
- د پوهنځي تشکیل ته په کتو له هر پوهنځي څخه دوه تنه د علمي کادر غړي؛
- د څېړنو آمر؛
- د څېړنې مدیر؛
- د څېړنو کمیټې یو تن غړې د منشي په حیث؛
- د څېړنو فرعي کمېټه هغه علمي او اداري جوړښت دی چې په پوهنځي کې د څېړنیزو فعالیتونو د تنظیم، مدیریت، ارزونې او همغږۍ مسئوولیت لري. فرعي کمیټه جوړښت واضح شي
څلورمه ماده : د څېړنو اصلي کمېټې دندې او مسوولیتونه
د څېړنو اصلي کمېټه لاندې دندې او مسوولیتونه لري:
- د پوهنتون په کچه د ترسره شوو څېړنو څارنه او ارزونه؛
- د څېړنو په برخه کې استادانو او محصلانو ته اړینې مشورې ورکول؛
- د څېړنو د پرمختګ لارې چارې برابرول ؛
- څېړنیزو پروژو منظمه څارنه او ارزونه د پوهنتون د څېړنې کمېټې له خوا ترسره کېږي.
پنځمه ماده: د څېړونکو، استادانو او محصلانو مسوولیتونه
- څېړونکي او استادان مکلف دي چې د علمي صداقت، اخلاقو او د حقایقو ریښتینولۍ اصول مراعات کړي.
- محصلان باید د څېړنیزو فعالیتونو پر مهال د استادانو اصولي لارښوونې په پام کې ونیسي.
- د څېړنې پایلې باید شفافې، دقیقې او له نړۍوالو څېړنیزو معیارونو سره همغږې وي.
شپږمه ماده: د څېړونکو لپاره اسانتیاوې
پوهنتون مکلف دی چې څېړونکو ته لاندې اسانتیاوې برابرې کړي:
- کتابتون او ډیجیټلي منابع
- لابراتوارونه
- څېړنو په برخه کې روزنیز ورکشاپونه
- تخنیکي او مسلکي مشورې
- د مقالو په خپرولو کې مرسته.
دویمه برخه
څېړنیز اصول
اوومه ماده: د څېړنو علمي اصول
څېړنې باید ټولنې ته ګټورې وي.
د سرچینو سمه کارونه او د ماخذونو کارونه
د څېړنو دیني، عقیدوي او فکري اصول
- څېړنیز موضوعات د تحقیقي اصولو په رڼا کې او همدا ډول د پوهنتون د اړتیاوو، ملي اولویتونو او د علمي اهمیت په پام کې نیولو سره ارزول کېږي او هغه څېړنې چې لاندې اصول په کې نه وي مراعت شوي، نه تاییدېږي.
- له اسلامي اصولو سره په ټکر کې واقع وي
- د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ خلاف وي
- اخلاقي اصولو سره په تضاد کې واقع وي
- له افغاني فرهنګ او د افغانستان له فرهنګي اصولو سره په تضاد کی واقع وي
- علمي ارزښت ونه لري
- د تمویل وړ نه وي.
د څېړنې اخلاقي اصول
ټول څېړونکي مکلف دي چې د څېړنو په ترسره کولو کی لاندې موارد په پام کی ونیسي:
- په څېړنه کې صداقت او شفافیت
- په څېړنیزو چارو کې د امانتدارۍ ساتل
- په څېړنیزو بهیر کې د ګډونوالو رضایت
- په څېړنیز بهیر کې د ګډونوالو محرمیت او خوندیتوب.
- د څېړنیزو مالوماتو محرمیت او خوندیتوب ساتل
درېیمه برخه
د څېړنیزو موضوعاتو ټاکنه، ارزونه او منظوري
اتهلسمه ماده : د موضوع ټاکنې بهیر
هغه څېړنې چې په پوهنتون کې د استادانو لهخوا ترسره کېږي، د پوهنتون د داخلي کړنلارو تابع وي.
- څېړنیز موضوعات باید لومړۍ په اړونده څانګه کی بحث ، تایید او په پروتوکول کی ثبت شي؛
- د پوهنځي د څېړنو کمېټې ته د ارزونې او تایید په موخه استول او تر لازمو اصلاحاتو وروسته تایید او د وروستي ارزونې او تاییدۍ په موخه علمي څېړنو معاونیت ته لیږل؛
- څېړنیزه موضوع په عمومي کمېټه کې تر هر اړخیز بحث وروسته تایید او هغه څېړنې چې الزاما د لوړو زدهکړو وزارت، د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست د تایید جوګه وي اړونده مرجعو ته استول کیږي.
نولسمه ماده: د څېړنیزو موضوعاتو د ارزونې معیارونه
- موضوع باید د دیني، فرهنګي او داسلامي امارت له پالیسیو سره په تضاد کې نه وي؛
- څېړنېزه موضوع باید د علمي معیارونو او څېړنیز ارزښت پر بنسټ رغیدلې وي؛
- د څېړنې موضوع باید د هېواد د پرمختګ او ټولنیزو ستونزو په حل کې مرسته وکړي؛
- د څېړنې موضوع باید نوې او پرتو ستونزو ته ګټورې او نوې حللارې وړاندې کړي؛
- د څېړنې پایلې باید د تطبیق وړ وي؛
- د مقالو څېړنیز جوړښت باید په پام کی نیول شوې وي؛
- هر څېړنیز راپور باید د کیفیت، نوښت او علمي اهمیت له اړخه وارزول شي.
- د څېړنو په پایله کې د ستونزو او نیمګړتیاوو راپور باید د اصلاح لپاره وړاندې شي.
- څېړنې باید له نړۍوالو معیارونو سره سمې، د علمي مېتودونو مطابق او د پوهنتون د تایید وړ وي.
- د معلوماتو د راټولولو او تحلیل لپاره باید معتبرې لارې وکارول شي.
یوویشتمه ماده : د څېړنو خپرول
- څېړونکي هڅول کېږي چې د خپلو څېړنو په علمي ژورنالونو کې خپرې کړي.
- کنفرانسونو او سیمینارونو کې وړاندې کړي.
- د څېړنو لنډیز به د پوهنتون اړوندو ویبسایټونو له لارې له خلکو سره شریکېږي.
- د څېړونکو مقالې به د سیمینارونو او ورکشاپونو له لارې له اړوندو سکتورونو سره په سافت او هارد شکل شریکېږي.
څلورمه برخه
د اړونده ادارو د څېړنیزو اړتیاوو ارزونه
د اړوندو ادارو تعریف ذکر شي.
دوهویشتمه ماده: د څېړنیزو اړتیاوو ارزونې بهیر تنظیمول
- پوهنتون مکلف دی چې د هر کال په پیل کې د امارتي او خصوصي ادارو په کچه څېړنیزې اړتیاوې و ارزوي، تر څو معلومه شي چې یادې ادارې په کومو برخو کې څېړنو او علمي همکاریو ته اړتیا لري.
درېویشتمه ماده : د څېړنیزو اړتیاوو راټولولو مېکانېزم
- پوهنتون مکلف دی چې د لاندې مېکانېزمونو له لارې له ادارو څخه د هغوی څېړنیزې اړتیاوې راټولې کړي:
- رسمي لیکونه او غوښتنلیکونه
- مشورتي غونډې او ورکشاپونه
- د معلوماتو د راټولولو آنلاین او چاپي فورمې
- د تېر کال څېړنو د پایلو ارزونه او د نوو اړتیاوو تشخیصول
څلورویشتمه ماده: د راټولو شویو څېړنیز اړتیاوو برخلیک
- د څېړنو معاونیت مکلف دی چې له امارتي اداراتو څخه د راټولو شوو څیړنیزو اړتیاوو تحلیل او مفصل راپور یې جوړ کړي او له اړوندو پوهنځیو او فوق لیسانس آمریت سره یې د څېړنې په موخه شریکې کړي.
- په راپور کې به لاندې موارد شامل وي.
- د ادارو نومونه
- د هغوی اړتیاوې
- د اړتیاوو تحلیل
- وړاندیز شوي څېړنیز پروګرامونه (که چېرې غوښتنه شوې وي)
- دا راپور د پوهنتون مشرتابه ته د منظورۍ لپاره وړاندې کېږي.
پينځهویشتمه ماده: د پوهنځیو مکلفیت
- د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ټول پوهنځي مکلف دي چې له امارتي اداراتو څخه راټولې شوې څېړنیزې اړتیاوې اړوندو څانګو ته د څېړنې لپاره واستوي.
شپږویشتمه ماده : د څانګو مکلفیتونه
- د اړوندو پوهنځیو څانګې مکلفې دي چې ورسپارل شوې څېړنیزې اړتیاوې استادانو ته د څېړنې لپاره وسپاري او په ربعوار شکل یې راپور له پوهنځیو سره شریک کړي.
اووهویشتمه ماده: ګزارش اخیستنه
- په ترتیب سره استادان مکلف دي چې څانګې ته، څانګه پوهنځي ته، پوهنځی د څېړنو معاونیت ته، څېړنو معاونیت د پوهنتون ریاست ته او د پوهنتون ریاست اړوندو امارتي اداراتو ته د دوی د څېړنیزو اړتیاوو د پرمختګ په هکله ګزارش ورکړي.
اتهویشتمه ماده: د ګډو څېړنو تنظیم او قرارداد کول
- د څېړنیزو اړتیاوو ارزونې پر اساس، پوهنتون حق لري چې له اړوندو ادارو سره:
- ګډې څېړنیزې پروژې پیل کړي
- تفاهمنامه (Memorandum of Understanding (MoU)) یا قراردادونه لاسلیک کړي
- او د څېړنو د تمویل، اجرا او خپرونې څرنګوالی مشخص کړي.
نهویشتمه ماده: د اړتیاوو پر بنسټ د څېړنو پلان جوړونه
- د څېړنو معاونیت مکلف دی چې د اړتیا ارزونې د پایلو پر بنسټ د اداراتو څېړنیزو اړتیاوو پوره کولو لپاره یو جامع او واضح پلان ترتیب کړي، چې په کې راټول شوي څېړنېز موضوعات، د تمویل سرچینې، د تطبیق وختونه او ځایونه او څېړنې ترسره کوونکې مرجع مشخصې وي.
دېرشمه ماده: له اړوندو سکتوري ادارو سره د دوامدارو اړیکو ساتل
- پوهنتون مکلف دی چې د کلنۍ اړتیا ارزونې ترسره کېدو وروسته هم له ادارو سره دوامداره اړیکې وساتي تر څو د پروژو پرمختګ، پرمختیايي اړتیاوې او نوي بدلونونه په منظم ډول د اړوندو اداراتو سره شریک شي.
یودېرشمه ماده: د څېړنیزو اړتیاوو د نه ترسره کولو په صورت کې مسوولیتونه
- که کوم پوهنځی، څانګه، استاد یا اړوند اداره د راټولو شویو اړتیاوو په ترسرهوي کې خپل مسوولیت ترسره نه کړي، پوهنتون حق لري چې د اصولو او قوانینو په رڼا کی یې تادیب کړي.
دوهدېرشمه ماده: د اړتیاوو د پوره کېدو ارزونه
- پوهنتون مکلف دی چې هر کال په اخري ربع کې ارزونه وکړي چې:
- کومې ادارې ته څومره څېړنې ترسره شوې
- څومره اړتیاوې پوره شوې
- څومره اړتیاوې نه دي پوره شوې
- د اړتیاوو د نه پوره کېدو عوامل څه دي
- او د راتلونکي کال لپاره کومې تشې او فرصتونه شتون لري
پینځمه برخه
مالي او تخنیکي ملاتړ
درېدېرشمه ماده: د څېړونکو ملاتړ
- کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت تل هڅه کوي چې د څېړنو پیاوړتیا لپاره ځانګړې مالي سرچینې او تخنیکي امکانات برابر کړي. دغه ملاتړ د څېړنیزو پروژو د بودجې، تجهیزاتو او ټکنالوژۍ په برابرولو کې عملي کېږي. پوهنتون د لاندې سرچینو له لارې کولی شي څېړنې تمویل کړي:
- د پوهنتون بودیجه
- ملي یا نړۍوالې موسسې
- د همکارۍ پروګرامونه
- له صنعت سره مشارکت
څلوردېرشمه ماده : د تمویل وړ څېړنې
- کابل ښوونې او روزنې پوهنتون یوازې هغه څېړنې تمویلوي چې لاندې ځانګړنې ولري:
- ملي اهمیت ولري
- عملي ګټه ولري
- د اخلاقي، دینې او فرهنګی اصولو تابع وي
پینځهدېرشمه ماده: د ملکیت حق (Intellectual Property)
- ټولې څېړنې چې د پوهنتون په لابراتوارونو، تجهیزاتو یا تمویل ترسره شوې د پوهنتون ملکیت ګڼل کېږي او باید د پوهنتون په نوم ثبت شي.
- څېړونکی د خپلې اختراع یا علمي کار شریک مالک ګڼل کېږي.
- د ګټې وېش د مشخص طرزالعمل له مخې ترسره کېږي.
شپږمه برخه
د څېړونکو او څېړنیزو فعالیتونو تشویق او ترغیب
- کابل ښوونې او روزنې پوهنتون تل هڅه کړې غوره څېړونکي تشویق کړي .
شپږدېرشمه ماده : د علمي فعالیتونو ستاینه او رسمي قدرداني
- کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مکلف دی چې د څېړونکو علمي کارونه، نوښتونه او لاستهراوړنې په رسمي ډول وستایي او د لوړو زدهکړو په علمي غونډو، مراسمو او ګزارشونو کې یې معرفي کړي، څو د هغوی هڅې په ملي او پوهنتوني کچه پېژندل شوې وي. د څېړونکو تشویق به د هر کال په پای کی ترسره کېږي.
اووهدېرشمه ماده : علمي امتیازات او مالي امتیازات
- پوهنتون هغه څېړونکي چې په لوړ کیفیت څېړنې ترسره کوي، په لاندې ډول تشویقوي:
- د څېړنیزو پروژو لپاره ځانګړې مالي مرستې
- د نړۍوالو او ملي کنفرانسونو لګښتونو ورکول
- د انعامونو، بورسونو او مکافاتو ورکول
- د څېړنیزو تجهیزاتو او منابعو په برخه کې ور ته د لازمو اسانتیاوو برابرول.
اتهدېرشمه ماده: د خپرونو د تشویق سیسټم
- د هغو محققینو لپاره چې خپلې څېړنې په معتبرو کورنیو او نړۍوالو ژورنالونو کې خپروي، پوهنتون لاندې امتیازات ورکوي:
- د هرې چاپ شوې مقالې پر بنسټ تشویقي امتیاز
- د ژورنال فیس، Article Processing Charge (APC) یا د چاپ د لګښتونو تمویل
- د علمي ترفیع په پروسه کې له مقالې څخه استفادې کولو امتیاز
نهدېرشمه ماده: د څېړنیزو مهارتونو د پراختیا ملاتړ
- پوهنتون مکلف دی چې محققینو ته د مسلکي ودې فرصتونه برابر کړي، لکه:
- د څېړنې مېتودولوژۍ، علمي لیکنې او ډیټا تحلیل ورکشاپونه
- د تحقیق د اخلاقو روزنه
- د څېړنو د مدیریت او تمویل د جذب پروګرامونه.
څلوېښتمه ماده: د تخلیقي او نوښتګرو څېړنو ملاتړ
- پوهنتون هغو څېړنو ته ځانګړي امتیازات ورکوي چې لاندې ځانګړنې ولري:
- د هېواد د ملي اړتیاوو حل ته لار پرانیزي
- نوې تخنیکي یا علمي پایلې ولري
- د اختراع، ابتکار یا ثبت وړتیا ولري
- د صنعت، بازار یا ټولنې لپاره عملي ګټه ولري
- دا څېړنې د تمویل، تجهیز او لومړیتوب له نظره په ځانګړې توګه ملاتړ کېږي.
یوڅلوېښتمه ماده: د نړۍوالو اړیکو او همکارۍ تشویق
- محققین د دې حق لري چې له نړۍوالو پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو سره د یو تفاهم لیک په واسطه په ګډو څېړنو کې برخه واخلي، په دې برخه کې پوهنتون مکلف دی چې:
- د همکارۍ زمینه برابره کړي
- د سفرونو او ګډون یو برخه لګښتونه برابر کړي.
دوهڅلوېښتمه ماده: د اداري اسانتیاوو برابرول
- د څېړنو د چټکتیا او اسانتیا لپاره پوهنتون لاندې اسانتیاوې برابروي:
- چټک اداري پروسې
- د څېړنې لپاره ځانګړي ځایونه (ریسرچ روم، لابراتوار، انټرنیټ، ډیټابیسونه)
- ډیجیټل او چاپي منابعو ته لاسرسی
درېڅلوېښتمه ماده : د څېړنیزو ډلو جوړول او ملاتړ
پوهنتون د څېړنیزو ټیمونو جوړېدو ته لومړیتوب ورکوي او د ګډو څېړنو لپاره ځانګړي امتیازات په پام کې لري، همدا رنګه د څېړنو معاونیت په خپل بودجوي پلان کې د ګروپي څېړنو لپاره بودیجه په پام کی نیسي.
اوومه برخه
د څېړنیزو فعالیتونو د تشویق او ترغیب میکانیزم
څلورڅلوېښتمه ماده: د تشویق او ترغیب کمېټه
- د استادانو د څېړنیزو فعالیتونو تشویق لپاره به د څېړنو آمریت په وړاندیز او د څېړنو معاونیت په تایید د څېړنو کميټې څخه غړي ټاکل کیږي.
- پوهنتون هر کال د ټاکلي معیارونو او تایید شوو چک لستونو پر اساس "د کال غوره محقق، غوره کنفرانس، غوره تحقیقی اثر، غوره تالیفي اثر، غوره نړېواله مقاله او غوره داخلي مقاله " غوره کوي. غوره شوي موارد به په شپږم فصل کی د ذکر شویو مادو په پام کې نیولو سره تشویقیږي.
- د ځانګړې کمیټې لهخوا ټاکل شوي آثار د څېړنو معاون له تایید څخه وروسته د تقدیر وړ ګڼل کیږي.
پینځهڅلوېښتمه ماده: د تشویق او ترغیب کمېټې جوړښت
- د تشویق او ترغیب کمیټه د څېړنو معاون په مشرۍ او د څېړنو آمر په غړیتوب د څېړنو کمیټې له هغه غړو څخه جوړویږي چې خپل څېړنیز اثار یې کاندید کړي نه وي.
شپږڅلوېښتمه ماده: د غوره څېړنیزو فعالیتونو ټاکنه
- د پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت به ټولو پوهنځیو ته مکتوبونه استوي څو استادان خپل څېړنیز او تالیفي آثار کاندید کړي.
- کاندید شوي آثار به د ترتیب شویو چکلستونو په وسیله د ذکر شوې کمیټې لخوا ارزول کیږي
- په هره کټګوري که به غوره آثار انتخابیږي او وروسته به د تشویق او ترغیب تر پروسې لاندې به رازي.
- د تشویق او ترغیب کمېټه به د چاپ شویو مقالو او وړاندې شویو کنفرانسونو څخه د چکلست په اساس مقالې او کنفرانسونه انتخابوي.
- د تشویق او ترغیب کمېټه به د چکلست په اساس غوره څېړونکې انتخابوي.
اووهڅلوېښتمه ماده : د غوره څېړونکو د تشویق مراسم
- د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبري به هغه څېړونکي چې د پروسې لارې انتخاب شوي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې تقدیر کوي. د تقدیر بڼه به د شپږم فصل موادو په اساس انتخاب کیږي.
نهمه برخه
سرغړونې او سزاګانې
اتمه ماده : څېړنېزې سرغړونې
- د څېړنو په ترسره کولو کی لاندې سرغړونې د مجازات وړ ګڼل کېږي:
- یا ادبی غلا (Plagiarism)
- اطلاعاتو جعل کول
- د نورو د کار غلا
- د اخلاقي اصولو ماتول.
نهمه ماده: له څېړنیزو اخلاقو څخه سرغړونه
- که څېړونکی د انسانانو، حیواناتو، یا چاپېریال په اړه د اخلاقي اصولو خلاف عمل وکړي، لکه:
- د ګډونوالو له اجازې پرته معلومات راټولول یا خپرول
- د محرمیت نقض
- د زیان رسونې خطر
- د حساسې ډیټا خپرول
- نو لاندې مجازات به ورکول کېږي
- رسمي کتبي اخطار
- د څېړنې بشپړه بیاکتنه
- د څېړنې اجازه لغوه کول
- په جدي مواردو کې یې د دندې تعلیق او یا دایمي اخراج
لسمه ماده: د Plagiarism (علمي سرقت ) مجازات
- که یو څېړونکې د نورو لیکلي یا څېړنیز مواد پرته له Citation څخه وکاروي، یا د یو بل څېړونکې د کار غلا ترسره کړي، لاندې سزاوې پرې تطبیقېږي:
- رسمي خبرتیا او د څېړنې د اصلاح یا بیا لیکلو حکم
- د څېړنې د لغوه کېدو حکم او رسمي تعهد
- د محصلینو لپاره تعلیقي پرېکړه او د استادانو لپاره ډسپلیني کړنې
یوولسمه ماده:د جعلي معلوماتو د جوړولو مجازات (Fabrication/Falsification)
- هر هغه څېړونکی چې په قصدي توګه جعلي ډیټا تولید کړي، معلومات بدل کړي، یا د څېړنې پایلې تحریف کړي، لاندې مجازات ورکول کېږي:
- د څېړنې ابطال
- د څېړنیزې پروژې لغوه کېدل
- که چېرې پروژه تمویل شوې وي د تمویل حق سلبول او د ۲ تر ۵ کلونو پورې له تمویلي پروژو څخه محرومیت
- د محقق د علمي حیثیت رسمي اعلان او خبرتیا
- د بیا تکرار په صورت کې له پوهنتون څخه اخراج (د محصل لپاره) یا د دندې پای ته رسول (د استاد لپاره)
دولسمه ماده : د څېړنیزو منابعو غلط استعمال
- هغه څېړونکې چې د پوهنتون لابراتوارونه، تجهیزات، بودیجه یا منابع د شخصي ګټې لپاره وکاروي، لاندې مجازات ورکول کېږي:
- پر څېړونکي د منابعو سمدستي بندول
- څېړونکی پر تاوان د بېرته ورکړې مکلف ګرڅول
- رسمي اداري جزا
- د یوې ټاکلې مودې لپاره د پروژو له تمویل څخه محرومیت
دیارلسمه ماده: د همکارۍ د اصل خلاف عمل
- په ګډو یا ګروپي څېړنو کې لاندې اعمال سرغړونه ګڼل کېږي:
- د شریکانو د حقونو نه رعایت
- د پایلو له شریکولو څخه انکار
- د ګډې څېړنې پایلې د ځان په نوم ثبتول
- که د همکارۍ د اصل خلاف عمل ترسره شي نو لاندې مجازات په پام کی نیول شوي دي :
- کتبي اخطار
- د څېړنیزو ټیمونو د غړیتوب حق محدودول
- د څېړنیزو پروژه لغوه کول
- په شدیدو مواردو کې، تعلیق یا د څېړنیز رول له منځه وړل
څوارلسمه ماده: د علمي بېاړخیتوب خلاف کړنې (Conflict of Interest)
- که محقق خپلې شخصي ګټې، اړیکې یا سوداګریزې علاقې د څېړنې پر پروسه اغېزمنې کړي، لاندې سزاوې ورته ټاکل کېږي:
- د څېړنې په پروسه کې له ګډون څخه لنډمهاله مخنیوی
- د ګټې د پټولو په صورت کې، تعلیق یا اداري جزا
- د څېړنیزو حقونو محدودول د یوې ټاکلې مودې لپاره
پینځهلسمه ماده: د څېړنیزو پایلو د ناسم تبلیغ یا غلط وړاندې کولو سزا
- که څېړونکی پایلې غلط تعبیر کړي، غېرعلمي ادعاوې وکړي، یا د تحقیق غلط ترویج وکړي، سزاوې یې عبارت دي له:
- رسمي اخطار
- د څېړنې بیا ارزونه
- د مقالي د بېرته اخیستلو غوښتنه
شپاړسمه ماده: د تکراري سرغړونو عمومي سزا
- هر څېړونکی چې په مسلسل ډول له اصولو سرغړونه کوي، د څېړنې له ټولو امتیازاتو څخه محرومېږي:
- د څېړنیزو پروژو اجازه نه ورکول کېږي
- د تمویل حق ور څخه اخیستل کېږي
- له لابراتوار او منابعو کارولو څخه محرومېږي
- په شدیدو حالاتو کې د محصل لپاره اخراج او د استاد لپاره د دندې لغوه کېدل.
اووه لسمه ماده: د اعتراض حق
- هر څېړونکی حق لري چې د ورکړل شوو مجازاتو په اړه د پوهنتون د څېړنیزو سرغړونو د ارزونې کمېټې ته اعتراض وکړي او موضوع د شفافې ارزونې له لارې وارزول شي.
اتمه برخه
متفرقه مسایل
اتهڅلوېښتمه ماده: د پالېسۍ ارزونه او بیا کتنه
- دا پالیسي د پوهنتون د علمي شورا له خوا تصویب کېږي او ټول استادان، محصلان او څېړونکي یې په عملي کولو مکلف دي. د اړتیا په وخت کې به د دې پالیسۍ بیاکتنه او نوي تعدیلات تر سره کېږي.
نهڅلوېښتمه ماده: تطبیق او انفاذ
- دا پالیسي په اتو (۸) برخو او نهڅلوېښت (۴۹) مادو کې ترتیب او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي څېړنو کمیټې او د علمي شورا له تایید وروسته د تطبیق وړ ده.