معاونیت امور تحقیق و مجله علمی

تاریخچه و معرفی معاونیت تحقیقات و مجلات علمی

پوهنتون‌ها در واقع مرکز تحقیقات، آموزش و پرورش هستند؛ زیرا فعالیت‌های علمی- تحقیقی، فن‌آوری، ترویج وکاربردی ساختن علوم در تمامی عرصه‌ها از جمله وظایف اصلی پوهنتون‌ها به شمار می‌روند. خوشبختانه به اثرسعی وتلاش هیأت رهبری پوهنتون تعلیم و تربیۀ کابل، مرکز تحقیقات علمی این پوهنتون در سال 1389 تاسیس گردید. این مرکز بعد از ۹ سال در سال ۱۳۹۸ به آمریت تحقیقات علمی ارتقاء نمود و حوزه فعالیت‌اش گسترش و توسعه یافت. در سال ۱۴۰۲ بنابر توجه خاص امارت اسلامی و رهبری وزارت تحصیلات عالی معاونیتهای تحقیق در ۲۵ پوهنتون افغانستان ایجاد ګردید که پوهنتون تعلیم و تربیۀ کابل نیز شامل این برنامه بود. معاونیت تحقیق و مجلات پوهنتون تعلیم و تربیۀ کابل در سال ۱۴۰۲ با داشتن دو آمریت، آمریت تحقیق و آمریت مجله تاسیس ګردید و هم‌چنین در سال ۱۴۰۳ آمریت کتابخانه عمومی پوهنتون تعلیم و تربیۀ کابل نیز به آمریتهای معاونیت تحقیقات و مجلات علمی اضافه ګردید. معاونیت تحقیقات و مجلات علمی فعلاٌ دارای سه آمریت و یک مدیریت بهنام مدیریت خلاقیت و نوآوری می باشد.

  1. آمریت تحقیقات
  2. آمریت مجلات
  3. آمریت کتابخانه عمومی
  4. مدیریت خلاقیت و نوآوری

این معاونیت دارای ۲۷ کارمند دایمی و یک کارمند قراردادی است. در ساختار آمریت تحقیق این نهاد علمی سه کارمند مشغول وظیفه اند که شامل: آمر تحقیقات علمی، مدیر عمومی تحقیقات علمی و کارشناس تحقیقات علمی است. در ساختار آمریت مجلات پنج کارمند مشغول وظیفهاند که شامل آمر مجلات ، مدیر عمومی مجلات ، مدیر توضیح مجله، کارشناس طراحی و دیزاین، کارشناس مجلات  و مهتمم مجله میباشد. آمریت کتابخانه عمومی دارای شش کارمند است که شامل آمر کتابخانه، مدیر عمومی کتابخانه، مدیر کارت و کتلاک و توضیح، مدیر کتابخانۀ ماستری، مدیر توضیح و تنظیم کتب، مدیریت کتابخانه دیجیتلی می باشد. مدیریت خلاقیت و نوآوری که به تازگی به فعالیت آغاز نموده، دارای یک کمیته خلاقیت و نو آوری و یک مدیر میباشد.

معاونیت تحقیقات و مجلات علمی در مجموع دارای نو ژورنال می باشد که پنج  مجله آن داخلی و چهار مجله آن بینالمللی می باشد. این معاونیت دارای دو کمیته و یک کمیسیون به سطح پوهنتون است، کمیته تحقیق، کمیسیون نشراتی و کمیته خلاقیت و نو آوری

دیدگاه

افزایش میزان مهارت استادان در زمینۀ تحقیق و نهادینه ساختن فرهنگ تحقیق در پوهنتون؛ تحقیقی  که بتواند پاسخگوی نیازهای امروزی تعلیم و تربیه بوده و برای چالش‌های  امروزی تعلیم و تربیه راه‌های حل مشخص دریافت نماید .

رسالت

پوهنتون تعلیم و تربیه، تلاش می‌نماید که صرفاً یک پوهنتون آموزشی نبوده؛ بلکه در کنار آموزش، منحیث یک پوهنتون متمرکز بر تحقیق و سهمگیر در تولید دانش شناخته شود، به این اساس، معاونیت تحقیقات مجلات علمی پوهنتون خود را مکلف به انجام  وظایف زیر میداند:

  1. تقویه و گسترش تحقیقات علمی در تمامی پوهنځی‌های پوهنتون تعلیم و تربیه؛
  2. فراهم‌آوردن تسهیلات آموزشی در بخش تحقیقات علمی از طریق دایر نمودن ورکشاپ‌ها،
  3. فراهم آوردن تسهیلات برای استفاده از نتایج تحقیقات علمی سایر استادان؛
  4. تحکیم روابط علمی میان اعضای کادر علمی پوهنتون و سایر پوهنتون‌های ملی و بین‌المللی؛

دستآوردهای معاونیت تحقیقات و مجلات علمی

معاونیت تحقیقات ومجلات علمی از بدو تأسیس آن در سال ۱۴۰۲ الی اکنون دستآوردهای زیاد داشته است که مهمترین قرار ذیل است:

  1. برګزاری کنفرانسملی بهبود نهادهای تعلیمی و تحصیلی افغانستان در سال ۱۴۰۲ ه ش؛
  2. خرید و فعال‌سازی ویبسایت برای کنفرانس ملی بهبود نهادهای تعلیمی و تحصیلی افغانستان؛
  3. برګزاری جلسات متعدد با وزارت محترم معارف جهت تطبیق نتایج کنفرانسملی بهبود نهادهای تعلیمی و تحصیلی افغانستان؛
  4. ایجاد پنج مجله داخلی در حوزههای: زبان ادبیات، علوماجتماعی، علومطبیعی، علوماسلامی، و کامپیوترساینس؛
  5. ایجاد چهار مجله بینالمللی در حوزههای: زبان ادبیات، علوماسلامی، علومطبیعی و علوماجتماعی؛
  6. ایجاد و راه‌اندازی ویبسایتهای جداګانه برای مجلات ایجاد شده؛
  7. به دست آوردن ISSN برای مجلات بین‌المللی علوم‌اجتماعی؛
  8. شریکسازی نتایج تحقیقات انجام شدۀ پوهنتون تعلیم و تربیۀ کابل با سکتورهای مربوطه به شکل فزیکی و ورکشاپی؛
  9. تجهیز کتابخانه عمومی پوهنتون تعلیم و تربیۀ کابل با انترنت و کمپیوتر برای محصلان؛
  10. ازدیاد ۴۰۰۰ جلد کتاب در بارۀ موضوعات مختلف به کتابخانه عمومی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل؛
  11. ایجاد کتابخانه دیجیتلی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل؛
  12. خرید نرم افزارهایی؛ کشف مشابهت  در مقالات و آثار زبانهایی انګلیسی، روسی، ترکی و عربی؛
  13. خرید نرم افزار تشخیص مشابهت باکیفیت در مقالات به زبان فارسی دری
  14. ارایه ۱۴۰ عنوان کنفرانس علمی توسط استادان پوهنتون تعلیم و تربیۀ کابل در سال ۱۴۰۳
  15. ارایه ۱۶ عنوان کنفرانس علمی توسط استادان پوهاند در سال ۱۴۰۳
  16. نشر  ۴۸  عنوان مقاله در  در مجلات ملی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل
  17. نشر 18 عنوان مقاله در مجلات بینالمللی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل
  18. نشر ۱۵ عنوان مقاله در مجلات بینالمللی

 

 

 

 

تشکلیل معاونیت تحقیقات و مجلات علمي

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

عمومیات

لومړی ماده:  موخې

  1. دا پالیسي د پوهنتون په کچه د علمي څېړنو د کیفیت لوړولو، د څېړنیزو فعالیتونو د همغږۍ، د څېړونکو د ملاتړ او د څېړنیزو اخلاقو د رعایت لپاره تدوین شوې ده. د پالیسي چوکاټ داسې رغیدلې دی چې:
    1. څېړنې په معیاري ډول ترسره شي؛
    2. د څېړونکو حقونه خوندي شي؛
    3. د څېړنو پایلې د پوهنتون له ستراتېژیکو موخو سره همغږې شي.

دویمه ماده: د پالیسۍ ساحه (Scope)

  1. دا پالیسي د علمي څېړنو اړوند د پوهنتون پر لاندې برخو پلې کېږي:
    1. استادان
    2. محصلان (لیسانس، ماستري، دوکتورا)
    3. اداري کارکوونکي چې په څېړنو کې برخه اخلي.

درېیمه ماده: د څېړنو کمېټه

  1. د څېړنو اصلي کمیټه هغه علمي او اداري جوړښت دی چې په پوهنتون کې د څېړنیزو فعالیتونو د تنظیم، مدیریت، ارزونې او همغږۍ مسئوولیت لري. دا کمیټه د څېړنو د کیفیت د لوړولو، د څېړنیزو اصولو د تطبیق، د څېړنیزو پروژو د منظورۍ، د څېړنې د اخلاقو د څار او د څېړنیزو پلانونو د عملي کولو لپاره د تصمیم نیونې صلاحیت لري.

 د علمي څېړنو اصلي کمېټه له لاندې غړو څخه جوړه ده:

    1. د علمي څېړنو او مجلو مرستیال د کمېټې د رئیس په توګه؛
    2. د پوهنځي  تشکیل ته په کتو له هر پوهنځي څخه دوه تنه د علمي کادر غړي؛
    3. د څېړنو آمر؛
    4. د څېړنې مدیر؛
    5. د څېړنو کمیټې یو تن غړې د منشي په حیث؛
  1. د څېړنو فرعي کمېټه هغه علمي او اداري جوړښت دی چې په پوهنځي کې د څېړنیزو فعالیتونو د تنظیم، مدیریت، ارزونې او همغږۍ مسئوولیت لري. فرعي کمیټه جوړښت واضح شي

څلورمه ماده : د څېړنو اصلي کمېټې دندې او مسوولیتونه

د څېړنو اصلي کمېټه لاندې دندې  او مسوولیتونه لري:

  1. د پوهنتون په کچه د ترسره شوو څېړنو څارنه او ارزونه؛
  2. د څېړنو په برخه کې استادانو او محصلانو ته اړینې مشورې ورکول؛
  3. د څېړنو د پرمختګ لارې چارې برابرول ؛
  4. څېړنیزو پروژو منظمه څارنه او ارزونه د پوهنتون د څېړنې کمېټې له خوا ترسره کېږي.

پنځمه ماده: د څېړونکو، استادانو او محصلانو مسوولیتونه

  1. څېړونکي او استادان مکلف دي چې د علمي صداقت، اخلاقو او د حقایقو ریښتینولۍ اصول مراعات کړي.
  2. محصلان باید د څېړنیزو فعالیتونو پر مهال د استادانو اصولي لارښوونې په پام کې ونیسي.
  3. د څېړنې پایلې باید شفافې، دقیقې او له نړۍوالو څېړنیزو معیارونو سره همغږې وي.

شپږمه ماده: د څېړونکو لپاره اسانتیاوې

پوهنتون مکلف دی چې څېړونکو ته لاندې اسانتیاوې برابرې کړي:

  1. کتابتون او ډیجیټلي منابع
  2. لابراتوارونه
  3. څېړنو په برخه کې روزنیز ورکشاپونه
  4. تخنیکي او مسلکي مشورې
  5. د مقالو په خپرولو کې مرسته.

دویمه برخه

 څېړنیز اصول

اوومه ماده: د څېړنو علمي اصول

څېړنې باید ټولنې ته ګټورې وي.

د سرچینو سمه کارونه او د ماخذونو کارونه

د څېړنو دیني، عقیدوي او فکري اصول

  1. څېړنیز موضوعات د تحقیقي اصولو په رڼا کې او همدا ډول د پوهنتون د اړتیاوو، ملي اولویتونو او د علمي اهمیت په پام کې نیولو سره ارزول کېږي او هغه څېړنې چې لاندې اصول په کې نه وي مراعت شوي، نه تاییدېږي.
  2. له اسلامي اصولو سره په ټکر کې واقع وي
  3. د افغانستان اسلامي امارت د پالیسۍ خلاف وي
  4. اخلاقي اصولو سره په تضاد کې واقع وي
  5. له افغاني فرهنګ او د افغانستان له فرهنګي اصولو سره په تضاد کی واقع وي
  6. علمي ارزښت ونه لري
  7. د تمویل وړ نه وي.

د څېړنې اخلاقي اصول

ټول څېړونکي مکلف دي چې د څېړنو په ترسره کولو کی لاندې موارد په پام کی ونیسي:

  1. په څېړنه کې صداقت او شفافیت
  2. په څېړنیزو چارو کې د امانتدارۍ ساتل
  3. په څېړنیزو بهیر کې د ګډونوالو رضایت
  4. په څېړنیز بهیر کې د ګډونوالو  محرمیت او خوندیتوب.
  5. د څېړنیزو مالوماتو محرمیت او خوندیتوب ساتل

درېیمه برخه

د څېړنیزو موضوعاتو ټاکنه، ارزونه او منظوري

اته‌لسمه ماده : د موضوع ټاکنې بهیر

هغه څېړنې چې په پوهنتون کې د استادانو له‌خوا ترسره کېږي، د پوهنتون د داخلي کړنلارو تابع وي.

  1. څېړنیز موضوعات باید لومړۍ په اړونده څانګه کی بحث ، تایید او په پروتوکول کی ثبت شي؛
  2. د پوهنځي د څېړنو کمېټې ته د ارزونې او تایید په موخه استول  او تر لازمو اصلاحاتو وروسته تایید او د وروستي ارزونې او تاییدۍ په موخه علمي څېړنو معاونیت ته لیږل؛
  3. څېړنیزه موضوع په عمومي کمېټه کې تر هر اړخیز بحث وروسته تایید او هغه څېړنې چې الزاما د لوړو زده‌کړو وزارت، د څېړنې، تالیف او ژباړې ریاست د تایید جوګه وي اړونده مرجعو ته استول کیږي.

نولسمه ماده: د څېړنیزو موضوعاتو د ارزونې معیارونه

  1.   موضوع باید د دیني، فرهنګي او داسلامي امارت له پالیسیو سره په تضاد کې نه وي؛
  2. څېړنېزه موضوع باید د علمي معیارونو او څېړنیز ارزښت  پر بنسټ رغیدلې وي؛
  3. د څېړنې موضوع باید د هېواد د پرمختګ او ټولنیزو ستونزو په حل کې مرسته وکړي؛
  4. د څېړنې موضوع  باید نوې او پرتو ستونزو ته ګټورې او نوې حللارې وړاندې کړي؛
  5. د څېړنې پایلې باید د تطبیق وړ وي؛
  6. د مقالو څېړنیز جوړښت باید په پام کی نیول شوې وي؛
  7. هر څېړنیز راپور باید د کیفیت، نوښت او علمي اهمیت له اړخه وارزول شي.
  8. د څېړنو په پایله کې د ستونزو او نیمګړتیاوو راپور باید د اصلاح لپاره وړاندې شي.
  9. څېړنې باید له نړۍوالو معیارونو سره سمې، د علمي مېتودونو مطابق او د پوهنتون د تایید وړ وي.
  10. د معلوماتو د راټولولو او تحلیل لپاره باید معتبرې لارې وکارول شي.

یو‌ویشتمه ماده : د څېړنو خپرول

  1. څېړونکي هڅول کېږي چې د خپلو څېړنو په علمي ژورنالونو کې خپرې کړي.
  2.  کنفرانسونو او سیمینارونو کې وړاندې کړي.
  3. د څېړنو لنډیز به د پوهنتون اړوندو ویبسایټونو له لارې له خلکو سره شریکېږي.
  4. د څېړونکو مقالې به د سیمینارونو او ورکشاپونو له لارې له اړوندو سکتورونو سره په سافت او هارد شکل شریکېږي.

څلورمه برخه

د اړونده  ادارو د څېړنیزو  اړتیاوو ارزونه

د اړوندو ادارو تعریف ذکر شي.

دوه‌ویشتمه ماده: د څېړنیزو اړتیاوو ارزونې بهیر تنظیمول

  1. پوهنتون مکلف دی چې د هر کال په پیل کې د امارتي او خصوصي ادارو په کچه څېړنیزې اړتیاوې و ارزوي، تر څو معلومه شي چې یادې ادارې په کومو برخو کې څېړنو او علمي همکاریو ته اړتیا لري.

درې‌ویشتمه ماده : د څېړنیزو اړتیاوو راټولولو مېکانېزم

  1. پوهنتون مکلف دی چې د لاندې مېکانېزمونو له  لارې له ادارو څخه د هغوی څېړنیزې  اړتیاوې راټولې کړي:
    1. رسمي لیکونه او غوښتنلیکونه
    2. مشورتي غونډې او ورکشاپونه
    3. د معلوماتو د راټولولو آنلاین او چاپي فورمې
    4. د تېر کال څېړنو د پایلو ارزونه او د نوو اړتیاوو تشخیصول

څلور‌ویشتمه ماده: د راټولو شویو څېړنیز اړتیاوو برخلیک

  1. د څېړنو معاونیت  مکلف دی چې له امارتي اداراتو څخه د راټولو شوو څیړنیزو اړتیاوو تحلیل او مفصل راپور یې جوړ کړي او له اړوندو پوهنځیو او فوق لیسانس آمریت سره یې د څېړنې په موخه شریکې کړي.
    1. په  راپور کې به لاندې موارد شامل وي.
    2. د ادارو نومونه
    3. د هغوی اړتیاوې
    4. د اړتیاوو تحلیل
    5. وړاندیز شوي څېړنیز پروګرامونه (که چېرې غوښتنه شوې وي)
  2. دا راپور د پوهنتون مشرتابه ته د منظورۍ لپاره وړاندې کېږي.

پينځه‌ویشتمه ماده: د پوهنځیو مکلفیت

  1. د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ټول پوهنځي مکلف دي چې له امارتي اداراتو څخه راټولې شوې څېړنیزې اړتیاوې اړوندو څانګو ته د څېړنې لپاره واستوي.

شپږ‌ویشتمه ماده : د څانګو مکلفیتونه

  1. د اړوندو پوهنځیو څانګې مکلفې دي چې ورسپارل شوې څېړنیزې اړتیاوې استادانو ته د څېړنې لپاره وسپاري  او په ربعوار شکل یې راپور له پوهنځیو سره شریک کړي.

اووه‌ویشتمه ماده: ګزارش اخیستنه

  1. په ترتیب سره استادان مکلف دي چې څانګې ته، څانګه پوهنځي ته، پوهنځی د څېړنو معاونیت ته، څېړنو معاونیت د پوهنتون ریاست ته او د پوهنتون ریاست اړوندو امارتي اداراتو ته د دوی د څېړنیزو اړتیاوو د پرمختګ په هکله ګزارش ورکړي.

اته‌ویشتمه ماده: د ګډو څېړنو تنظیم او قرارداد کول

  1. د څېړنیزو اړتیاوو ارزونې پر اساس، پوهنتون حق لري چې له اړوندو ادارو سره:
    1. ګډې څېړنیزې پروژې پیل کړي
    2. تفاهمنامه (Memorandum of Understanding (MoU))  یا قراردادونه لاسلیک کړي
    3. او د څېړنو د تمویل، اجرا او خپرونې څرنګوالی مشخص کړي.

نه‌ویشتمه ماده: د اړتیاوو پر بنسټ د څېړنو پلان جوړونه

  1. د څېړنو معاونیت مکلف دی چې د اړتیا ارزونې د پایلو پر بنسټ د اداراتو څېړنیزو اړتیاوو پوره کولو لپاره یو جامع او واضح پلان ترتیب کړي، چې په کې راټول شوي څېړنېز موضوعات، د تمویل سرچینې، د تطبیق وختونه او ځایونه  او څېړنې ترسره کوونکې مرجع مشخصې وي.

دېرشمه ماده: له اړوندو سکتوري ادارو سره د دوامدارو اړیکو ساتل

  1. پوهنتون مکلف دی چې د کلنۍ اړتیا ارزونې ترسره کېدو وروسته هم له ادارو سره دوامداره اړیکې وساتي تر څو د پروژو پرمختګ، پرمختیايي اړتیاوې او نوي بدلونونه په منظم ډول د اړوندو اداراتو سره شریک شي.

یودېرشمه ماده: د څېړنیزو اړتیاوو د نه ترسره کولو په صورت کې مسوولیتونه

  1. که کوم پوهنځی، څانګه، استاد یا اړوند اداره د راټولو شویو اړتیاوو په ترسره‌وي کې خپل مسوولیت ترسره نه کړي، پوهنتون حق لري چې د اصولو او قوانینو په رڼا کی یې تادیب کړي.

دوه‌دېرشمه ماده: د اړتیاوو د پوره کېدو ارزونه

  1. پوهنتون مکلف دی چې هر کال په اخري ربع کې ارزونه وکړي چې:
    1. کومې ادارې ته څومره څېړنې ترسره شوې
    2. څومره اړتیاوې پوره شوې
    3. څومره اړتیاوې نه دي پوره شوې
    4. د اړتیاوو د نه پوره کېدو عوامل څه دي
    5. او د راتلونکي کال لپاره کومې تشې او فرصتونه شتون لري

پینځمه برخه

مالي او تخنیکي ملاتړ

درې‌دېرشمه ماده: د څېړونکو ملاتړ

  1. کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت تل هڅه کوي چې د څېړنو   پیاوړتیا لپاره ځانګړې مالي سرچینې او تخنیکي امکانات برابر کړي.  دغه ملاتړ د څېړنیزو پروژو د بودجې، تجهیزاتو او ټکنالوژۍ په برابرولو کې عملي کېږي. پوهنتون د لاندې سرچینو له لارې کولی شي څېړنې تمویل کړي:
    1. د پوهنتون بودیجه
    2. ملي یا نړۍوالې موسسې
    3. د همکارۍ پروګرامونه
    4. له صنعت سره مشارکت

څلور‌دېرشمه ماده : د تمویل وړ څېړنې

  1. کابل ښوونې او روزنې پوهنتون یوازې هغه څېړنې تمویلوي چې  لاندې ځانګړنې ولري:
    1. ملي اهمیت ولري
    2. عملي ګټه ولري
    3. د اخلاقي، دینې او فرهنګی  اصولو تابع وي

پینځه‌دېرشمه ماده: د ملکیت حق  (Intellectual Property)

  1. ټولې څېړنې چې د پوهنتون په لابراتوارونو، تجهیزاتو یا تمویل ترسره شوې د پوهنتون ملکیت ګڼل کېږي او باید د پوهنتون په نوم ثبت شي.
  2. څېړونکی د خپلې اختراع یا علمي کار شریک مالک ګڼل کېږي.
  3. د ګټې وېش د مشخص طرزالعمل له مخې ترسره کېږي.

شپږمه برخه

د څېړونکو او څېړنیزو فعالیتونو تشویق او ترغیب

  1. کابل ښوونې او روزنې پوهنتون تل هڅه کړې غوره څېړونکي تشویق کړي .

شپږ‌دېرشمه ماده :  د علمي فعالیتونو ستاینه او رسمي قدرداني

  1. کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مکلف دی چې د څېړونکو علمي کارونه، نوښتونه او لاسته‌راوړنې په رسمي ډول وستایي او د لوړو زدهکړو په علمي غونډو، مراسمو او ګزارشونو  کې یې معرفي کړي، څو د هغوی هڅې په ملي او پوهنتوني کچه پېژندل شوې وي. د څېړونکو تشویق به د هر کال په پای کی ترسره کېږي.

اووه‌دېرشمه ماده : علمي امتیازات او مالي امتیازات

  1. پوهنتون هغه څېړونکي چې په لوړ کیفیت څېړنې ترسره کوي، په لاندې ډول تشویقوي:
    1. د څېړنیزو پروژو لپاره ځانګړې مالي مرستې
    2. د نړۍوالو او ملي کنفرانسونو لګښتونو ورکول
    3. د انعامونو، بورسونو او مکافاتو ورکول
    4. د څېړنیزو تجهیزاتو او منابعو په برخه کې ور ته د لازمو اسانتیاوو برابرول.

اته‌دېرشمه ماده: د خپرونو د تشویق سیسټم

  1. د هغو محققینو لپاره چې خپلې څېړنې په معتبرو کورنیو او نړۍوالو ژورنالونو کې خپروي، پوهنتون لاندې امتیازات ورکوي:
    1. د هرې چاپ شوې مقالې پر بنسټ تشویقي امتیاز
    2. د ژورنال فیس، Article Processing Charge (APC)  یا د چاپ د لګښتونو تمویل
    3. د علمي ترفیع په پروسه کې له مقالې څخه استفادې کولو امتیاز

نه‌دېرشمه ماده: د څېړنیزو مهارتونو د پراختیا ملاتړ

  1. پوهنتون مکلف دی چې محققینو ته د مسلکي ودې فرصتونه برابر کړي، لکه:
    1. د څېړنې مېتودولوژۍ، علمي لیکنې او ډیټا تحلیل ورکشاپونه
    2. د تحقیق د اخلاقو روزنه
    3. د څېړنو د مدیریت او تمویل د جذب پروګرامونه.

څلوېښتمه ماده: د تخلیقي او نوښتګرو څېړنو ملاتړ

  1. پوهنتون هغو څېړنو ته ځانګړي امتیازات ورکوي چې لاندې ځانګړنې ولري:
    1. د هېواد د ملي اړتیاوو حل ته لار پرانیزي
    2. نوې تخنیکي یا علمي پایلې ولري
    3. د اختراع، ابتکار یا ثبت وړتیا ولري
    4. د صنعت، بازار یا ټولنې لپاره عملي ګټه ولري
  2. دا څېړنې د تمویل، تجهیز او لومړیتوب له نظره په ځانګړې توګه ملاتړ کېږي.

یو‌څلوېښتمه  ماده: د نړۍوالو اړیکو او همکارۍ تشویق

  1. محققین د دې حق لري چې له نړۍوالو پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو سره د یو تفاهم لیک په واسطه  په ګډو څېړنو کې برخه واخلي، په دې برخه کې پوهنتون مکلف دی چې:
    1. د همکارۍ زمینه برابره کړي
    2. د سفرونو او ګډون یو برخه لګښتونه برابر کړي.

دوه‌څلوېښتمه  ماده: د اداري اسانتیاوو برابرول

  1. د څېړنو د چټکتیا او اسانتیا لپاره پوهنتون لاندې اسانتیاوې برابروي:
    1. چټک اداري پروسې
    2. د څېړنې لپاره ځانګړي ځایونه (ریسرچ روم، لابراتوار، انټرنیټ، ډیټابیسونه)
    3. ډیجیټل او چاپي منابعو ته لاسرسی

درې‌څلوېښتمه ماده : د څېړنیزو ډلو جوړول او ملاتړ

پوهنتون د څېړنیزو ټیمونو جوړېدو ته لومړیتوب ورکوي او د ګډو څېړنو لپاره ځانګړي امتیازات په پام کې لري، همدا رنګه د څېړنو معاونیت په خپل بودجوي پلان کې د ګروپي څېړنو لپاره بودیجه په پام کی نیسي.

اوومه برخه

د څېړنیزو فعالیتونو د تشویق او ترغیب میکانیزم

څلور‌څلوېښتمه ماده: د تشویق او ترغیب کمېټه

  1. د استادانو د څېړنیزو فعالیتونو تشویق لپاره به د څېړنو آمریت په وړاندیز او د څېړنو معاونیت په تایید د څېړنو کميټې څخه غړي ټاکل کیږي.
  2. پوهنتون هر کال د ټاکلي معیارونو او تایید شوو چک لستونو  پر اساس "د کال غوره محقق، غوره کنفرانس، غوره تحقیقی اثر، غوره تالیفي اثر، غوره نړېواله مقاله او غوره داخلي مقاله " غوره کوي. غوره شوي موارد به په شپږم فصل کی د ذکر شویو مادو په پام کې نیولو سره تشویقیږي.
  3. د ځانګړې کمیټې له‌خوا ټاکل شوي آثار د څېړنو معاون له تایید څخه وروسته د تقدیر وړ ګڼل کیږي.

پینځه‌څلوېښتمه ماده: د تشویق او ترغیب کمېټې جوړښت

  1. د تشویق او ترغیب کمیټه د څېړنو معاون په مشرۍ او د څېړنو آمر په غړیتوب د څېړنو کمیټې له هغه غړو څخه جوړویږي چې خپل څېړنیز اثار یې کاندید کړي نه وي.

شپږ‌څلوېښتمه ماده: د غوره څېړنیزو فعالیتونو ټاکنه

  1. د پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت به ټولو پوهنځیو ته مکتوبونه استوي څو استادان خپل څېړنیز او تالیفي آثار کاندید کړي.
  2. کاندید شوي آثار به د ترتیب شویو چک‌لستونو په وسیله  د ذکر شوې کمیټې لخوا ارزول کیږي
  3.  په هره کټګوري که به غوره آثار انتخابیږي او وروسته به د تشویق او ترغیب تر پروسې لاندې به رازي.
  4. د تشویق او ترغیب کمېټه به د چاپ شویو مقالو او وړاندې شویو کنفرانسونو څخه د چک‌لست په اساس مقالې او کنفرانسونه انتخابوي.
  5. د تشویق او ترغیب کمېټه به د چک‌لست په اساس غوره څېړونکې انتخابوي.

اووه‌څلوېښتمه ماده : د غوره څېړونکو د تشویق مراسم

  1. د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبري به هغه څېړونکي چې د پروسې لارې انتخاب شوي د یو لړ مراسمو په ترڅ کې تقدیر کوي. د تقدیر بڼه به د شپږم فصل موادو په اساس انتخاب کیږي.

نهمه برخه

سرغړونې او سزاګانې

اتمه ماده : څېړنېزې سرغړونې

  1. د څېړنو په ترسره کولو کی لاندې سرغړونې د مجازات وړ ګڼل کېږي:
    1. یا ادبی غلا (Plagiarism)
    2. اطلاعاتو جعل کول
    3. د نورو د کار غلا
    4. د اخلاقي اصولو ماتول.

نهمه ماده: له څېړنیزو اخلاقو څخه سرغړونه

  1. که څېړونکی د انسانانو، حیواناتو، یا چاپېریال په اړه د اخلاقي اصولو خلاف عمل وکړي، لکه:
    1. د ګډونوالو له اجازې پرته معلومات راټولول یا خپرول
    2. د محرمیت نقض
    3. د زیان رسونې خطر
    4. د حساسې ډیټا خپرول
  2. نو لاندې مجازات به ورکول کېږي
    1. رسمي کتبي اخطار
    2. د څېړنې  بشپړه  بیاکتنه
    3. د څېړنې اجازه لغوه کول
  3. په جدي مواردو کې یې د دندې تعلیق او یا دایمي اخراج

لسمه ماده:  د Plagiarism (علمي سرقت ) مجازات

  1. که یو څېړونکې د نورو لیکلي یا څېړنیز مواد پرته له Citation څخه وکاروي، یا د یو بل څېړونکې د کار غلا ترسره کړي، لاندې سزاوې پرې تطبیقېږي:
    1. رسمي خبرتیا  او  د څېړنې د اصلاح یا بیا لیکلو حکم
    2. د څېړنې د لغوه کېدو حکم  او  رسمي تعهد
    3. د محصلینو لپاره تعلیقي پرېکړه او د استادانو لپاره ډسپلیني کړنې

یوولسمه ماده:د جعلي معلوماتو د جوړولو  مجازات  (Fabrication/Falsification)

  1. هر هغه څېړونکی چې په قصدي توګه جعلي ډیټا تولید کړي، معلومات بدل کړي، یا د څېړنې پایلې تحریف کړي، لاندې مجازات ورکول کېږي:
    1. د څېړنې ابطال
    2. د څېړنیزې پروژې لغوه کېدل
    3. که چېرې پروژه تمویل شوې وي د تمویل حق سلبول او د ۲ تر ۵ کلونو پورې له تمویلي پروژو څخه محرومیت
    4. د محقق د علمي حیثیت رسمي اعلان او خبرتیا
    5. د بیا تکرار په صورت کې له پوهنتون څخه اخراج (د محصل لپاره) یا د دندې پای ته رسول (د استاد لپاره)

 دولسمه ماده : د څېړنیزو منابعو غلط استعمال

  1. هغه څېړونکې چې د پوهنتون لابراتوارونه، تجهیزات، بودیجه یا منابع د شخصي ګټې لپاره وکاروي، لاندې مجازات ورکول کېږي:
    1. پر څېړونکي د منابعو سمدستي بندول
    2. څېړونکی پر تاوان د بېرته ورکړې مکلف ګرڅول
    3. رسمي اداري جزا
    4. د یوې ټاکلې مودې لپاره د پروژو له تمویل څخه محرومیت

دیارلسمه ماده:  د همکارۍ د اصل خلاف عمل

  1. په ګډو یا ګروپي څېړنو کې لاندې اعمال سرغړونه ګڼل کېږي:
    1. د شریکانو د حقونو نه رعایت
    2. د پایلو له شریکولو څخه انکار
    3. د ګډې څېړنې پایلې د ځان په نوم ثبتول
  2. که د همکارۍ د اصل خلاف عمل ترسره شي نو لاندې مجازات په پام کی نیول شوي دي :
    1. کتبي اخطار
    2. د څېړنیزو ټیمونو د غړیتوب حق محدودول
    3. د څېړنیزو پروژه لغوه کول
    4. په شدیدو مواردو کې، تعلیق یا د څېړنیز رول له منځه وړل

څوارلسمه ماده: د علمي بې‌اړخیتوب خلاف کړنې (Conflict of Interest)

  1. که محقق خپلې شخصي ګټې، اړیکې یا سوداګریزې علاقې د څېړنې پر پروسه اغېزمنې کړي، لاندې سزاوې ورته ټاکل کېږي:
    1. د څېړنې په پروسه کې له ګډون څخه لنډمهاله مخنیوی
    2. د ګټې د پټولو په صورت کې، تعلیق یا اداري جزا
    3. د څېړنیزو حقونو محدودول د یوې ټاکلې مودې لپاره

پینځه‌لسمه ماده: د څېړنیزو پایلو د ناسم تبلیغ یا غلط وړاندې کولو سزا

  1. که څېړونکی پایلې غلط تعبیر کړي، غېرعلمي ادعاوې وکړي، یا د تحقیق غلط ترویج وکړي، سزاوې یې عبارت دي له:
    1. رسمي اخطار
    2. د څېړنې بیا ارزونه
    3. د مقالي د بېرته اخیستلو غوښتنه

شپاړسمه ماده:  د تکراري سرغړونو عمومي سزا

  1. هر څېړونکی چې په مسلسل ډول له اصولو سرغړونه کوي، د څېړنې له ټولو امتیازاتو څخه محرومېږي:
    1. د څېړنیزو پروژو اجازه نه ورکول کېږي
    2. د تمویل حق ور څخه اخیستل کېږي
    3. له لابراتوار او منابعو کارولو څخه محرومېږي
    4. په شدیدو حالاتو کې د محصل لپاره اخراج او د استاد لپاره د دندې لغوه کېدل.

اووه لسمه ماده:  د اعتراض حق

  1. هر څېړونکی حق لري چې د ورکړل شوو مجازاتو په اړه د پوهنتون د څېړنیزو سرغړونو د ارزونې کمېټې ته اعتراض وکړي او موضوع د شفافې ارزونې له لارې وارزول شي.

اتمه برخه

متفرقه مسایل

اته‌څلوېښتمه ماده: د پالېسۍ ارزونه او بیا کتنه

  1. دا پالیسي د پوهنتون د علمي شورا له خوا تصویب کېږي او ټول استادان، محصلان او څېړونکي یې په عملي کولو مکلف دي.  د اړتیا په وخت کې به د دې پالیسۍ بیاکتنه او نوي تعدیلات تر سره کېږي.

نه‌څلوېښتمه ماده: تطبیق او انفاذ

  1. دا پالیسي په اتو (۸) برخو او نه‌څلوېښت (۴۹) مادو کې ترتیب او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي څېړنو کمیټې او د  علمي شورا له تایید وروسته د تطبیق وړ ده.