کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

hamid2
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
یسبیسسی/گیبلبکلمبیبسبکملسظبی

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې د نظام اصولو مطابق په پوهنتون کې د دې معیارونو اړوند د ستونزو حل او ښه تطبیق کولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته شي.
  
د ورکشاپ پیل کې د علمي چارو مرستیال مولوي احسان الله ناصح په خپلو خبرو کې د کیفیت لوړاوي پر اهمیت ټینګار وکړ، ویې ویل: د لوړو زده کړو بنسټونه باید د معیاري زده کړو، اغېزمن تدریس او څېړنې له لارې د ټولنې اړتیاوو ته ځواب ووایي. زیاته کړه چې د کیفیت لوړاوی یوازې یو اداري پروسه نه ده، بلکې یو دوامداره اصول دي چې باید د پوهنتون په ټولو برخو کې عملي شي. 

همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت لوړاوي رئیس استاد شاکر وحیدي وینا وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: د اسلامي نظام تر چتر لاندې ټولنې ته خدمت کول لوی نعمت دی، چې د دې نعمت شکر په واقعي خدمت سره د اسلامي اصولو په نظر کې نیولو او د کاري معیارونو پر مراعتولو سره اداء کېدلی شي.

د یادونې وړ ده چې په دې څلور ورځني ورکشاپ کې به د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونه تشرېح او توضیح شي او د دې معیارونو اړوند پوهنتون کې شته ستونزې حل او د لا ښه والي لپاره به یې اغېزمن ګامونه پورته شي.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۳۳
Background image

د نشه یي توکو څخه د مخنیوي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته یو ورځنی ښوونیز سمینار وړاندې شو!

 

دوشبنه- ۷،۱،۱۴۴۸ه.ق

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د مشاورې مرکز له لوري د نشه یي توکو څخه د مخنیوي اړوند د امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه فرمان د ښه تطبیق. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۹
Background image

علمي شورا؛ د علمي او تحقیقي ودې په موخه د ستراتېژیک پلان کمېټې بورد غني کېږي!

یکشنبه- ۵،۱،۱۴۴۸ ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ۱۴۰۵-۱۴۱۰ ه-.ش کلونو د ستراتېژیک پلان د تهیې او ترتیب په موخه د جوړ شوي بورد د غني کېدو په موخه یاد بورد ته لوړ رتبه علمي شخصیتونه. . .

BACK TO NEWS