د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو معاون ژوندلیک

حافظ مولوی رحمن‌ګل وثیق د بادام‌ګل زوی، چې په ۱۳۷۱ هـ.ل کال کې د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ د ششک‌خېلو کلي په یوه دیني علمي او جهادی کورنۍ کې نړۍ ته سترګې غړولې، خپلې لومړنۍ دیني زده‌کړې یې د خپل کلي له ملا امام څخه پیل کړې. وروسته، په هېواد کې د داخلي ناامنيو او بهرني اشغال له امله، د پاکستان هېواد پېښور ښار ته مهاجر شو او هلته یې په جامعه صدیقیه کې د الله جل‌جلاله د ستر کتاب د حفظ ویاړ تر لاسه کړ.
ورپسې یې د یاد هېواد په نورالمدارس، دارالنجات او نورو بېلابېلو دیني مدرسو کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړ. څرنګه چې نوموړي له جهاد سره ژوره مینه درلوده او د خپل ګران هېواد اشغال یې ضمیر ته د زغملو نه و، نو ډېری وخت یې د عملي جهادي خدمت له امله په درسونو کې ځنډ او خنډ رامنځته کېده؛ خو سره له دې، یادو جهادي بوختیاوو او ستړیاوو د نوموړي د زده‌کړو کلک عزم او هوډ ونه شو ماتولای.
نوموړي په ۱۴۴۰ هـ.ق کال کې د میدان وردګو ولایت د منبع‌الجهاد مدرسه کې د احادیثو کوچنۍ دوره بشپړه کړه، او بلاخره د خپل ګران هېواد د ویاړلې فتحې وروسته یې د لویې دورې درسونه د کابل ولایت په جامعه محمدیه کې پیل کړل، چې په ۱۴۴۵ هـ.ق کال کې یې له یادې جامعې څخه د نبوي احادیثو د فراغت سند ویاړ تر لاسه کړ.
هغه د شل کلن اشغال پر مهال د ۱۴ کلونو لپاره عملي جهادي خدمت ترسره کړی او تر څنګ یې څلور کاله په بېلابېلو امارتي ادارو کې هم خدمت کړی دی. بالاخره، د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د ۱۴۴۱ ګڼې او د ۰۹/۰۴/۱۴۴۶ هـ.ق نېټې د وړاندیز پر بنسټ، نوموړی د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د محصلانو چارو د مرستیال په دویمه رتبه بست کې د ریاست‌الوزرا عالي‌قدر مقام ته وړاندیز شو، چې د ریاست‌الوزرا عالي‌قدر مقام د ۱۹۱۴ ګڼې حکم او د ۲۰/۰۴/۱۴۴۶ هـ.ق نېټې له مخې یې منظوري صادره کړه.
دا مهال نوموړی د هېواد په یاد معتبر علمي نهاد کې شپه او ورځ د خپل کړېدلي او ویجاړ شوي هېواد د بچیانو د واقعي خدمت لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي