د محصلانو چارو مرستیال د دندې لایحه
- دندې عنوان: د محصلانو چارو مرستیال
- بست: ۲
- وزارت/اداره: کابل ښوونې او روزنې پوهنتون
- اړوند برخه: د محصلانو چارومعاونیت
- موقعیت: افشار، پنځمه ناحیه، کابل افغانستان
- راپور ورکوونکی: د کابل ښوونې او روزنې پوهنتنون رئیس
- راپور اخیستونکی: د محصلانو چارو آمر او د محصلانو د خدمتونو او همغږی آمر.
- د بست کود: ۲۸-۹۰-۰۳-۰۰۱
- د بیا کتنې تاریخ:
د دندې موخه:
د محصلینو چارواو محصلیننو د خدمتونو او همږی آمریتونو اړوند د پالیسی جوړول او د ادارې د موخو او پروګرامونو د تطبیق په موخه HEMIS سیستم له پلی کیدلو څخه نظارت کول.
تخصصي دندې:
- د دولتی محصلینو چارو ریاست له لوری د ټاکل شوو معیارونو د پلی کیدلو په موخه د محصلینو چارو اړوند پالیسیو جوړول.
- د پوهنځیو د محصلینو د تحصیلی اسنادو او هویت کارتونو له ویش څخه نظارت کول.
- د محصلینو د نظم او دسپلین او نورو اړونده کمیتټو نظارت او رهبري کول.
- په HEMIS سیستم کې د پوهنځیو تدریسی مدیرانو له کړنو څخه نظارت او د هغوی سرپرستی کول.
- د درسي مهالویش او سمستر وار آزموینو د پروسې له پلی کیدلو څخه نظارت او کنترول ترسره کول.
- لیلیې ته د محصلینو ورپیژندلو پروسې لارښوونه کول او د محصلینو د بدل اعاشې له چارو څخه نظارت.
- د محصلینو د تاجیل، تبدیلی او منفکی له چارو څخه نظارت او لارښوونه کول.
- په پوهنځیو کې د محصلینو علمی سیمنارونو او کنفرانسونو ته لارښوونه او نظارت کول.
- په پوهنځیو کې د محصلینو د ورزشی او ټولنیزو فعالیتونو رهبری او نظارت.
- د محصلینو د آزموینو نتایجو، فراغت جدولونو څخه نظارت کول او د هغوی له تحصیلی فراغت څخه تصدیق کول.
مدیریتي دندې:
- ټاکل شوو موخو ته د رسېدلو لپاره د میاشتنی، ربع وار او کلني پلان ترتیبول.
- ټاکل شوو موخو ته د رسېدلو لپاره د اړونده برخو مدیریت او لارښوونه کول.
- د وروستیو تصامیمو نیولو د کاري ورکړی د لوړتیا لپاره د تر لاس لاندې اشخاصو د کړنو د کیفیت ارزونه کول.
همغږي کوونکې دندې:
- د لایقو او نوښتګرو محصلینو هڅول او له هیواد څخه بهر ته د زده کړو لپاره د هغوی ورپیژندل.