د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مخینه

 

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د هېواد په کچه د ښوونکو د روزنې با ارزښته بنسټ دی، چې د ښوونې او روزنې مؤسساتو، د ښوونکو روزنې بنسټونو او د پوهنې ثانوي دورو لپاره د روزل شویو ښوونکو د روزنې په موخه ایجاد شوی دی.

دغه پوهنتون هڅه کوي، چې د یو معتبر اکاډمیک بنسټ په توګه، له هر ډول تبعیض، تعصب او تاوتریخوالي پرته په هېواد کې د ښوونې او روزنې ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا کړي، یادې موخې ته د رسېدو په موخه په پوهنتون کې د کیفیت لوړاوي او باور موندنې د لوړوالي آمریت رامنځته شوی دی، ترڅو پوهنتون ځان وارزوي او د ځواکمنتیاو د پېژندلو او له ناتوانیو څخه د مخنیوي لپاره د نړۍوالو پېژندل شویو معیارونو سره سم د خپل علمي حیثیت او باور څښتن او د نړیوالو پېژندل شویو معتبرو پوهنتونو سره همغاړی شي.

مخینه

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د هېواد په کچه د ښوونکو روزنې په برخه کې یو ډېر پخوانی، علمي او اکاډمیک بنسټ دی. د دې پوهنتون لومړنۍ هسته په ۱۳۴۳ه.ل کال کې د ښوونکي د روزنې اکاډمۍ تر سرلیک لاندې په هېواد کې د مسلکي ښوونکو روزنې په موخه کېښودل شوه، چې د دولسمو ټولګیو فارغین یې د څوارلسم پاس په کچه روزل.

د ښوونکي روزنې اکاډمي دغه نوم په ۱۳۶۱ه.ش کال کې د کابل پېداګوژۍ انستیتیوت په نوم بدل شو او له درېیو پوهنځیو (ژبه او ادبیات، طبیعي علوم او ټولنیزو علوم) چې د ښوونکي په روزنه کې بنسټیز رول لري، برمخمن شو.

دا راز په ۱۳۶۶ه.ش کال کې د بدني روزنې انستیتیوت او روښان دارالمعلمین د بدني روزنې او روښان داخل خدمت پوهنځيو په نوم د څلورم او پنځم پوهنځي په توګه په یاد انستیتیوت پورې وتړل شول.

د کابل پیداګوژي انستیتیوت له ۱۳۶۳ تر ۱۳۶۸ ه.ش پورې د لیسانس پروګرامونو تر څنګ؛ د ماسټر په کچه د ښوونکو روزنې لپاره هم اقدام وکړ. په ۱۳۷۴ ه.ش کال کې د لوړو زده کړو وزارت او پوهنې وزارت تر منځ د یوې پرېکړې له مخې د پلازمینې مرکز او ولایتونو د پیداګوژۍ انستیتیوتونه په لوړو زده کړو وزارت پورې وتړل شول.

 په ۱۳۸۱ ه.ش کال کې هغه مهال چې موقتي اداره رامنځته شوه، د کابل پيداګوژۍ انستیتیوت، د ټولنیزو علومو د انستیتیوت ودانۍ(اوسني موقعیت) ته انتقال شو چې په افشارو کې یې وه.

له هغه وروسته د یاد انستیتیوت د رهبرۍ او استادانو په ځانګړو هلوځلو د یاد انستیتیوت لپاره د یو اړین اکاډمیکي حیثیت د ترلاسه کولو لپاره د ۱۳۸۱ ه.ش کال په جوزا میاشت کې د کابل پیداګوژۍ انستیتیوت څخه کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ته ارتقا وکړه او په کال ۱۳۹۱ کې یې نوم “کابل ښوونې او روزنې پوهنتون” وټاکل شو.

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له فزیکي او اکاډمیکي اړخه:

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له فزیکي اړخه په ډېره تنګه او محدوده ساحه کې ځای په ځای شوی دی، چې د یاد پوهنتون له ٦زرو ډېرو محصلینو لپاره نه په کې کافي اندازه ټولګي شتون نه لري او نه هم په  کې د ګرځېدو راګرځېدو لپاره مناسب چاپېریال په واک کې  لري، خو له دې سره سره د یاد پوهنتون یو اداري بلاک، څلور تدریسي بلاکونه، جمنازیوم، فوټبال میدان، کافیتریا، پارکینګ او د غونډو عمومي تالار لري 

  کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په اکاډمیکه برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي او اوسمهال ژبو او ادبیاتو، طبیعي علومو، ټولنیزو علومو، روزنیزو علومو، بدني روزنې، اختصاصي زده کړو، اسلامي زده  کړو، اروا پوهنې پوهنې، د معلوماتي تکنالوژۍ او کمپیوټر زده کړو نهه پوهنځي لري. یاد پوهنتون په موجودو نهو پوهنځیو کې٣٢څانګې لري.

 په ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ماسټرۍ لومړنی پروګرام په ۱۳۸۷ کال کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند (HEP) پروژې په مرسته او د ماسوچوست پوهنتون په توامیت د ښوونې او روزنې په ریښته  کې پیل شوه، چې تر دې مهاله یې څو دورې فارغین یې ټولنې ته وړاندې کړې دي، چې ټول یې د پوهنتونونو د ښوونې او روزنې پوهنځیو او دارالمعلمینونو استادان وو.

  په یاد پوهنتون کې د ماسټرۍ دوهم پروګرام په  ۱۳۹۱ ه.ش کال کې د امریکا متحدو ایالتونو په مالي مرسته او د اندیانا پوهنتون په توامیت په انګلیسي ژبه تدریس، د هغو محصلینو لپاره چې مورنۍ ژبه یې انګلیسي  نه ده TESOL تر سرلیک لاندې پيل شوه، چې تر دې مهاله یې ۳ دورې فارغین ورکړي.

  د ۱۳۹۳ کال په دلوه میاشت کې د لوړو زده کړ وزارت او USWDP تر منځ یوه هوکړه لاسلیک شوه، چې  له مخې یې په ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ښوونې او روزنې مدیریت او رهبري تر سرلیک  لاندې ماسټري پیل شوه، د ماسټري پروګرامونو په لړ کې دغه درېیم ماستري پروګرام دی، چې په دې پوهنتون کې په لاره اچول کيږی، د دې ماسترۍ پيل د مني له سمستر څخه کيږي.
په ١٣٩٨ کال کې د ملي ژبو دري او پښتو ماسټرۍ او وروسته په ١٤٠٠ اسلامي علومو پوهنځي ماسټرۍ برنامې اېجاد شوې.

وروسته په ١٤٠٢ کال کې د ټولنپوهنې، ریاضي او تفسیر برنامې اېجاد شوې. په ١٤٠٣ کال کې د عربي ژبپوهنې، بشري جغرافیا، افغانستان په منځي پیړی کې، پلان ګذاري او معلوماټي سیسټومونو ماستړۍ اېجاد شوې. او د فقهې او ریاضې څانګو کې د دوکتورا برنامې اېجاد شوې او د ښوونیز مدیریت دوکتورا برنامې کارونه جریان لري، اوسمهال پوهنتون کې ١٤ ماسټرۍ او ٣ دوکتورا برنامې عملاً جریان لري.


لید لوری:
 کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون په دې هڅه کې دی، چې د تدریس، څېړنې، مدیریتي وړتیاوې، پېداګوژیکي قابلیتونو، ژمنتیا او ريښتینولۍ په برخه کې صلاحیت لرونکي رهبران، فعال زده  کړندویان، له هر ډول ژبې، قومیت، جنسیت او مذهب له په پام کې نیولو پرته، په هېواد کې د کیفیت ساتنې او باثباته پراختیا لپاره ټولنې ته وړاندې کړي.

موخې:
 کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون لاندې موخو ته رسېدل، د خپلو سترګو روڼتیا بولي:

1. د ټولو محصلینو مجهزول، د ښوونې او روزنې په بډایه تجربو سره، د لاندې وړاندیز شویو لارو سره:

الف: د پوهنتون په ټولو ښوونیزو برخو کې د وخت له اړتیا سره سم د عصري کریکولم پلي کول او پېژندل.

ب: محصلینو ته ماخذونو او لکچرنوټونو تیارول.

ج: په هر دیپارتمنت کې د محصلینو د لارښوونې لپاره د علمي کاردونو ګمارل

د: د محصلینو لپاره د مجهزو لابراتوارونو چمتو کول.

2. د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړول:

الف: په پوهنځیو کې د تحصیلي درجې لوړول د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې.

ب: په معاصرې پیداګوۍ پر میتودونو سره دعلمي کارد تجهیزول.

ج: د معلوماتو د زیاتوالي لپاره په ورکشاپونو، سیمینارونو او کورسونو کې د علمي کادر د غړو ګډون.

3. په ښوونیزو پروګرامونو کې د تکنالوژۍ منظم کارول.

4. د پوهنتون لپاره د زېربنايي جوړښتونو رامنځته کول، چې د تدریس لپاره مناسبې ودانۍ، عصري درسي اطاقونه، لابراتوارونه او داسې نورې اړوندې اړتیاوې په کې شاملې دي.

5. د باوري تحقیقاتي مرکز رامنځته کول او له هغو ساتنه.

6. په ټولو پوهنځیو کې د موجوده کادرونو د تعلیمي کچې د لوړولو په موخه د لنډ مهال او مشاهداتي بورسونو چمتو کول.

7. له نوي نسل څخه د با استعداده او وړ کارمندانو ګمارل، او د هغوی لپاره د ښوونیزو فرصتونو برابرول، ترڅو وکولی شي، په خارج کې د ماستر او دوکتور په کچه تحصیلي کچو ته لاره پیدا کړي.

8. د لابراتور جوړول او تجهیز.