کابل ښوونې او روزنې، فاریاب، بدخشان او بامیان پوهنتونونو د علمي کادري بستونو مسلکي(تحریري) ازموینه واخېستل شوه!

keu_admin
Sat, Aug 10 2024 9:38 AM
123
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، فاریاب، بدخشان او بامیان پوهنتونونو د علمي کادري بستونو د مسلکي(تحریري) ازموینې اخیستلو بهیر د چهارشنبې ورځ ۱/۲/۱۴۴۶ هــ.ق. چې له ۱۷/۵/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي"، علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، د لوړو زده کړو وزارت د تقرر او ترفیعاتو ریاست پلاوي او استادانو په حضور کې واخېستل شوه.
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا"هاشمي" د دې پروسې په ترسره کېدو یې خوښي څرګنده کړه، وویل یې زمونږ هېواد او ټولنه په دې وخت کې مسلکي او متعهد استادانو ته ډېره اړتیا لري او ټولو نوماندانو ته یې د علم او زده کړو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې، همدارنګه یې د ازموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال یې د دې پروسې د شفافیت، امانتدارۍ، نظم او ډیسپلین اړوند ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، زیاته یې کړه: په پوهنتونونو کې د علمي کادرونو د ګمارنې معیار د نوماندانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کیږي.
د نوماندانو مسلکي(تحریري) ازموینه په ارامه او ډاډمنه فضا کې پای ته ورسېده.

 

Latest news

Sat, Oct 11 2025 9:51 AM
Background image

Daily Date!

 

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Mon, Oct 06 2025 10:25 AM
Background image

Daily Date!

وټساپ چینل: 
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsMnh0wajldV58L945

ټویټر(ایکس):
https://x.com/KEU44466?t=umeNUEJD0dYohQgBpStLLg&s=09

فیسبوک:
https://www.facebook.com/profile.php?id. . .

Wed, Sep 03 2025 10:27 AM
Background image

Commencement of a Two-Day Educational–Guidance Workshop on "Time Management and Prioritization"

On Wednesday, 10/3/1447 QA. corresponding to 12/6/1404.SH., the Directorate of the Professional Development Center for Teachers launched a two-day educational–guidance workshop under. . .

BACK TO NEWS