د پوهنتون موخې، مأموریت او لیدلوری

لیدلوری:

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، د یوه معتبر او مخکښ علمي مرکز په توګه، هڅه کوي چې د تدریس، علمي څېړنو او ټولنیزو خدمتونو له لارې داسې متدین، مسلکي او ژمن کادرونه وروزي چې د هېواد د ښوونیز نظام لپاره د نوښت، خلاقیت او راتلونکې لید پر بنیاد نوي معیارونه رامنځته کړي، او د علم د تولید او نوې ښوونیزې پوهې او مهارتونو د پراختیا په برخه کې په ملي او سیمه‌ییزه کچه په یوه مخکښ علمي مرکز بدل شي.

ماموریت:
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، د خپلو شته مادي او معنوي امکاناتو په مټ، د داسې بشري ځواک او تخصصي کادرونو په روزنه بوخت دی چې په علم، پوهه او د اسلامي او انساني لوړو ارزښتونو په ژمنتیا سمبال وي، ترڅو د ټولنې د متوازن او دوامدار پرمختګ په بهیر کې خپل بنسټیز او اغېزناک رول ترسره کړي.

ارزښتونه:
د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د علم تولید ازادي او د پوهې عامه مالکیت اصل ته درناوی.

په چارو کې د عدالت، رښتینولۍ، روڼتیا او حساب‌ورکونې مراعات د یوه اسلامي اصل په توګه.

د اسلامي اصولو او نړیوالو علمي او څېړنیزو معیارونو درناوی.

د دندې‌محورۍ، پایله‌محورۍ او فضیلت‌محورۍ د ګډ اصل درناوی.

د معرفتي لاسته‌راوړنو درناوی د یوه علمي، اخلاقي او ارزښتیز اصل په توګه.

د ګډ مشارکت پیاوړتیا او له تمرکزګرایۍ څخه ډډه.

د زده‌کړو، څېړنو او خدمتونو په ټولو برخو کې کیفیت ته ژمنتیا.

د لوړو زده‌کړو وزارت له پالیسۍ سره سم مالي، اداري او اکاډمیکه خپلواکي.

موخې:
د پوهنتون ستراتیژیک پلان موخې د ښې حکومتولۍ، پروګرامونو پلي کول، اکاډمیکو پروګرامونو پراختیا، لوړو زده‌کړو ته د لاسرسي زیاتوالی، تدریس لپاره د مناسبو زیربناوو رامنځته کول او د علمي او څېړنیزو فعالیتونو پیاوړتیا بنسټیز او حیاتي ارزښت لري. له همدې امله د پوهنتون موخې په لاندې ډول دي:
د لوړو زده‌کړو وزارت لس‌ګونو موخو او معیارونو په پام کې نیولو سره، زده‌کړې، څېړنې، نوښت او کارآفرینۍ پر محور، د پوهنتون پراختیا په ملي، سیمه‌ییزه او نړیواله کچه.

د ټولنې اړتیاوو له مخې نویو تحصیلي پروګرامونو رامنځته کول او د علمي څانګو پراختیا.

په پوهنتون کې د لوړو زده‌کړو د درې‌ګونو پړاوونو (لېسانس، ماسټري او دوکتورا) بشپړه څېړنه.

د لوړو زده‌کړو وزارت په همغږۍ، له کورنیو او بهرنیو مهمو علمي او څېړنیزو مرکزونو سره د اغېزمنو اړیکو او علمي همکاریو ټینګول.

د تدریس، څېړنې او علمي فعالیتونو لپاره د بنسټیزو زیربناوو رامنځته کول او پراخول.