لوړو زده کړو وزارت قدرمن مالي او اداري چارو معین د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پیل شویو پروژو څخه لیدنه وکړه!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۳:۵۲
554kjh

چهارشنبې ورځ د ٢٨/٩/١٤٠٣ ه.ش چې له ١٦/٦/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت قدرمن معین صاحب ښاغلي حافظ حامد"حسیب" د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، پیل شویو پروژو څخه لیدنه وکړه.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت معین صاحب او راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له ښاغلي معین صاحب څخه مننه وکړه، چې پوهنتون ته یې تشریف راوړ او له ښاغلي معین صاحب سره یې د پوهنتون پروژو(د پوهنتون سرکونو پروژې، د فامیلیانو او پوهنتون ترمنځ د دیوال جوړولو پروژې او د تجربوي بلاکونو د ترمیم پروژې) اړوند اړین معلومات شریک کړل، زیاته یې کړه: یادې پروژې روان کال پیل شوي دي چې د پوهنتون رهبرۍ په نه سټري کېدوونکو خدمتونو او د الله تعالی په مرستې سره به بشپرې شي.

همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت معین صاحب ښاغلي حافظ حامد"حسیب" پروژې له نږدې ولیدې او د پوهنتون له رهبرۍ څخه یې مننه وکړه، چې د هېواد بچیو لپاره خدمت ترسره کوي، زیاته یې کړه: د هېواد آبادول زمونږ او تاسو مسؤولیت دی او باید کوښښ وکړو چې په ګده سره هېواد آباد کړو او په هره برخه کې چې مسؤولیت راته سپارل شوی، په سمه توګه یې مخته یوسو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS