د کمپیوتر د زدکړو او معلوماتی تکنالوجی پوهنځی
تاریخچه
د کمپیوټر ساینس پوهنځی په (۱۳۸۵) کال کې د طبیعي علومو په چوکاټ کې منځ ته راغله. دغه دېپارتمنټ په (۱۳۹۳) کال کې د کمپیوټر د زده کړې او معلوماتي تکنالوژۍ پوهنځي ته ارتقاع وکړه، چې اوس د ( دېټا منجمنټ او شبکې) تر نامه لاندې دوه دېپارتمنتونه لري.
اوس مهال په دغه پوهنځۍ کې (۳۵۰) تنه محصلین په دغه پوهنځۍ کې په زده کړو بوخت دي. د یادنې وړه ده چې په تېرو لسو کلونو کې له دې پوهنځۍ څخه (۷۰۰) زده کوونکي فارغ شوي دي چې په لوړو او نیمه لوړ تعلیمي موسوسو کې د استادانو په توګه دندې تر سره کوي.
هېره دې نه وې چې له دې پوهنځي څخه فارغ شوي ځوانان دغه راز د کار په بازار کې هم خدمتونه تر سره کوي.
موخې
د کمپیوټر د زده کړې او معلوماتي تکنالوژۍ لاندې خدمتونه تر سره کوي.
عمومي موخې
د کمپیوټر د زده کړو او دغه راز د کمپیوټري پروګرامونو جوړولو لپاره اسانتیاوې برابرول.
خصوصي موخې
۱- د کمپیوټر په برخه کې د عالي او باکیفیته پروګرامونو وړاندې کول او د غیر اختصاصي پوهنځیو لپاره د کمپیټر زده کړه او دغه راز د کمپیوټري پروګرامونو جوړول.
۲- د تعلیمي او ښوونې د عمومي دورې لپاره د مسلکي کسان او کادرونو روزل.
۳- د علمي څېړنو په برخه کې د محصلینو د ظرفیت لوړل.
۴- د کمپیوټر د زده کړې او معلوماتي تکنالوژۍ د کادري غړو لپاره د مسلکي او سېستماتیکو فرصتونو برابرول.
اوسنی حالت
اوسمهال د کمپیوټر د زده کړې او معلوماتي ټکنالوژۍ پپوهنځۍ په درېیو برخو کې فعالیتونه تر سره کوي.
۱- د نوموړي پوهنځي له لومړي ټولګي نیولې تر څلورم ټولګي پورې د کمپیوټر د زده کړې او معلوماتي ټکنالوژۍ د بېلا بېلو مضمونو تدریس او د بېلا بېلو کمپیوټري پروګرامونو جوړل.
۲- د پوهنتون د (نه) پوهنځیو لپاره د کمپیوټر د زده کړې د مضامینو تدریسول، چې په دې ډله کې د پري سروېس، په خدمت کې داخل کسان او د شپې محصلین هم شمال دي.
راتلونکی پلان
۱- (د کمپیوټر د زده کړې) تر نامه لاندې د یوه نوي پوهنځي جوړل، چې د پوهنتون په سطحه د ټولو پوهنځي د کمپیوټري زده کړو د تدریس مسوولیت پر غاړه ولري.
۲- د نوموړې پوهنځۍ لپاره دیوه معیاري او عالي وېب پاڼې ترحه او ډیزاین ؛
۳- د دې پوهنځۍ د تدریسي کارونو لپاره د یوه ډېټابېس جوړول؛
۴- د یوې مدرنې او الکترونکي کتاب خانې او دغه راز د اړینو سافټوېرونو د جوړولو ترحه او ډېزاین.
۵- د محصلینو لپاره انټرنېټ ته د لاس رسي پروګرام.
۶- د پوهنځي د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړولو لپاره د ورکشاپونو او ترینینګونو جوړول.
۷- د کمپیوټر د یوه مجهز لاربراتوار جوړول.
۸- د استادانو لپاره د ماسټرۍ او دوکترا اخیستو لپاره هر ډول هڅه.