د کمپیوتر د زدکړو او معلوماتی تکنالوجی پوهنځی

تاریخچه

د کمپیوټر ساینس پوهنځی په (۱۳۸۵) کال کې د طبیعي علومو په چوکاټ کې منځ ته راغله. دغه دېپارتمنټ په (۱۳۹۳) کال کې د کمپیوټر د زده کړې او معلوماتي تکنالوژۍ پوهنځي ته ارتقاع وکړه، چې اوس د ( دېټا منجمنټ او شبکې) تر نامه لاندې دوه دېپارتمنتونه لري.

اوس مهال په دغه پوهنځۍ کې (۳۵۰) تنه محصلین په دغه پوهنځۍ کې په زده کړو بوخت دي. د یادنې وړه ده چې په تېرو لسو کلونو کې له دې پوهنځۍ څخه (۷۰۰) زده کوونکي فارغ شوي دي چې په لوړو او نیمه لوړ تعلیمي موسوسو کې د استادانو په توګه دندې تر سره کوي.

هېره دې نه وې چې له دې پوهنځي څخه فارغ شوي ځوانان دغه راز د کار په بازار کې هم خدمتونه تر سره کوي.

موخې

د کمپیوټر د زده کړې او معلوماتي تکنالوژۍ لاندې خدمتونه تر سره کوي.

عمومي موخې

د کمپیوټر د زده کړو او دغه راز د کمپیوټري پروګرامونو جوړولو لپاره اسانتیاوې برابرول.

خصوصي موخې

۱- د کمپیوټر په برخه کې د عالي او باکیفیته پروګرامونو وړاندې کول او د غیر اختصاصي پوهنځیو لپاره د کمپیټر زده کړه او دغه راز د کمپیوټري پروګرامونو جوړول.

۲- د تعلیمي او ښوونې د عمومي دورې لپاره د مسلکي کسان او کادرونو روزل.

۳- د علمي څېړنو په برخه کې د محصلینو د ظرفیت لوړل.

۴- د کمپیوټر د زده کړې او معلوماتي تکنالوژۍ د کادري غړو لپاره د مسلکي او سېستماتیکو فرصتونو برابرول.

اوسنی حالت

اوسمهال د کمپیوټر د زده کړې او معلوماتي ټکنالوژۍ پپوهنځۍ په درېیو برخو کې فعالیتونه تر سره کوي.

۱- د نوموړي پوهنځي له لومړي ټولګي نیولې تر څلورم ټولګي پورې د کمپیوټر د زده کړې او معلوماتي ټکنالوژۍ د بېلا بېلو مضمونو تدریس او د بېلا بېلو کمپیوټري پروګرامونو جوړل.

۲- د پوهنتون د (نه) پوهنځیو لپاره د کمپیوټر د زده کړې د مضامینو تدریسول، چې په دې ډله  کې د پري سروېس، په خدمت کې داخل کسان او د شپې محصلین هم شمال دي.

راتلونکی پلان

۱- (د کمپیوټر د زده کړې) تر نامه لاندې د یوه نوي پوهنځي جوړل، چې د پوهنتون په سطحه د ټولو پوهنځي د کمپیوټري زده کړو د تدریس مسوولیت پر غاړه ولري.

۲- د نوموړې پوهنځۍ لپاره دیوه معیاري او عالي وېب پاڼې ترحه او ډیزاین ؛

۳- د دې پوهنځۍ د تدریسي کارونو لپاره د یوه ډېټابېس جوړول؛

۴- د یوې مدرنې او الکترونکي کتاب خانې او دغه راز د اړینو سافټوېرونو د جوړولو ترحه او ډېزاین.

۵- د محصلینو لپاره  انټرنېټ ته د لاس رسي پروګرام.

۶- د پوهنځي د استادانو او محصلینو د ظرفیت لوړولو لپاره د ورکشاپونو او ترینینګونو جوړول.

۷- د کمپیوټر د یوه مجهز لاربراتوار جوړول.

۸-  د استادانو لپاره د ماسټرۍ او دوکترا اخیستو لپاره هر ډول هڅه.