د غوسې د مدیریت سیمینار

keu_admin
شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۰ - ۹:۲۸
dffgg

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د روان‌درملنې او مشاورې مرکز په دغه پوهنتون کې د محصلانو د رواني روغتیا د ودې او ښه کېدو لپاره فعالیت کوي. دا وار یې د پوهنتون د اداري برخې کارکوونکو ته د غوسې د مدیریت په اړه نیمه‌ورځنی سیمینار وړاندې کړ. دا سیمینار د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه جوړ شو چې د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشېدخان رشیدي، د پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي انجنیر سردار ولي عاجز او د اداري برخو مدیرانو او آمرانو پکې برخه اخیستې وه.

دغه سیمینار د قرآن‌کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو او ورپسې د محصلانو د خدمتونو د همغږي آمر ښاغلي مفتي عبدالکریم د موضوع په اړه خبرې وکړې او د مشاورې مرکز له مسؤل څخه یې وغوښتل چې د دغه پوهنتون د کارکوونکو د ودې او پرمختګ لپاره لا زیات پروګرامونه په پام کې ونیسي. وروسته د پوهنتون د مشاورې مرکز مسؤل ښاغلي ظاهر صمیم په ټولنه کې د غوسې د ډولونو او عواملو په اړه خبرې وکړې او د هغو حل‌لارې یې د سیمینار له ګډونوالو سره شریکې کړې. همدا راز ګډونوال یې پر دې وپوهول چې په خپله ټولنه او چاپېریال کې غوسه څرنګه مدیریت شي تر څو ښه او خوشحاله ژوند ولرو. بالاخره پروګرام په پوښتنو او ځوابونو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۵:۷
Background image

اداري شورا؛ د روان کال ساختماني پروژو او اداري سیستم د تنظیم اړوند بحث وشو! 

یکشنبه، ١١/١٠/۱۴۴۷ ه.ق
 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مالي او اداري چارو معاونیت اړوند امریتونو سره میاشتنۍ نوبتي اداري ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال او اړونده امرینو په ګډون کې. . .

BACK TO NEWS