د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري(رهبري) شورا غړو په ګډون ترسره شوه!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۲ - ۱۱:۱۷
8عتغا

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ مولوي عبدالحکیم"حمدي" د پیل وینا وکړه او پوهنتون کې یې د استادانو او کارمندانو د نه ستړې کېدونکو هڅو او علمي خدمتونو قدرداني وکړه. ښاغلي رئیس صاحب خپلو خبرو کې یې وویل: د پوهنتون استادان باید له راتلونکي درې میاشتو رخصتیو څخه په ګته اخیستنې سره محصلینو لپاره تقویتي کورسونه دایر کړي او د څېړنو، مقالو لیکلو، تقویتي کورسونو او سیمینارو په ترسره کولو کې پوره زیار او کوښښ وکړي، همدارنګه یې زیاته کړه: د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو د روزنې اکاډمیک مرکز دی او باید د هېواد د علمي پرمختګ په لومړۍ کرښه کې ولاړ وي. او پوهنتون باید د وزارت د ستراتیژیکو پریکړو په عملي کولو، د استادانو د ظرفیت لوړونې، او د محصلینو د علمي روزنې په برخه کې بېلګه اوسي.


وروسته، د اداري شورا غړو د لاندې موضوعاتو:
 ( ژمني موسم کې محصلینو ته د کورسونو دایرولو، د پوهنتون څېړنو مرکز ته د وسایلو خریداری، د طبیعي علومو لابرانت د کتابتون مدیریت ته تبدیلی، د تېرې غوندې پریکړو ته بیا کتنه او متفرقه موضوعاتو) اړوند مفصل بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS