کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو لپاره "محصلینو کې د انګېزې نه شتونوالي علتونو" ترسرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۴:۱۹
aghasdfsd

شنبې ورځ ٢٥/٤/١٤٤٧ هــ ق چې له ٢٦/٧/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څلورم ټولګیو محصلینو لپاره "محصلینو کې د انګېزې نه شتونوالي علتونو" ترسرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز-لارښودي  ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو او علمي چارو مرستیالانو، کمپیوټرساینس پوهنځي رئیس، استادانو، کارمندانو او محصلینو په ګډون پيل شو.

 ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

د ورکشاپ پیل کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" او علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله"عمرخیل"د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو یې خوښي څرګنده کړه، او د ورکشاپ اهمیت او ضرورتونو اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې.

د ورکشاپ په دوام کې د ښاغلي استاد نزیراحمد"دقیق" لخوا یاد ورکشاپ رسماً پیل او له محصلینو سره د (انګېزې تعریف، انګېزې ورکولو تعریف، انګېزې او انګېزې ورکولو توپیرونو، د انګیزې نه شتونوالي علتونو او د انګېزې اېجادولو) موضوعاتو اړوند هراړخیز معلومات شریک شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS