کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو لپاره "محصلینو کې د انګېزې نه شتونوالي علتونو" ترسرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز-لارښودي ورکشاپ دایر شو!
شنبې ورځ ٢٥/٤/١٤٤٧ هــ ق چې له ٢٦/٧/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څلورم ټولګیو محصلینو لپاره "محصلینو کې د انګېزې نه شتونوالي علتونو" ترسرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز-لارښودي ورکشاپ د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو او علمي چارو مرستیالانو، کمپیوټرساینس پوهنځي رئیس، استادانو، کارمندانو او محصلینو په ګډون پيل شو.
ورکشاپ د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.
د ورکشاپ پیل کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" او علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله"عمرخیل"د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد ورکشاپ په دایرېدو یې خوښي څرګنده کړه، او د ورکشاپ اهمیت او ضرورتونو اړوند یې هراړخیزې خبرې وکړې.
د ورکشاپ په دوام کې د ښاغلي استاد نزیراحمد"دقیق" لخوا یاد ورکشاپ رسماً پیل او له محصلینو سره د (انګېزې تعریف، انګېزې ورکولو تعریف، انګېزې او انګېزې ورکولو توپیرونو، د انګیزې نه شتونوالي علتونو او د انګېزې اېجادولو) موضوعاتو اړوند هراړخیز معلومات شریک شول.
