!کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري(رهبري) شورا غونډه کې د امیرالمؤمنین حفظه الله ارزښتانکې توصیې له ګډونکونکو سره شریکې شوې

hamid
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۱۱
بل86بی8ب

دوشنبې ورځ د ٨/٢/١٤٠٤ ه.ش چې له ٣٠/١٠/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په قندهار پوهنتون کې د اسلامي ثقافت مضامینو د تدریس ارزښت او اغیزې په ملي کنفرانس کې د امیرالمؤمنین حفظه الله توصیو او ارزښتانکو ویناوو اړوند هراړخیز معلومات د غونډې ګډونکونکو سره شریک کړل، زیاته یې کړه: ټول استادان باید کوښښ وکړي چې چې په هېواد کې کوم ملي کنفرانسونه دایریږي، سهم واخلي او خپلې مقالې ورته ولیږي، همدارنګه یې د پنجشنبې په ورځو کې د لېسانس برنامو تدریسي بهیر تطبیق کولو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

وروسته، د اداري شورا غړو د لاندې موضوعاتو:

د امیرالمؤمنین حفظه الله د توصیو او فرمانونو تطبیق کولو، له ١٤٨٤ کال څخه مخکې د فارغ شویو محصلینو د اسنادو چاپولو اړوند د څېړنې کمېټې ګزارش، د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د تجهیزاتو خریداري او د پنجشنبې په ورځو کې د تدریسي بهیر پلي کولو اړوند بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS