لوړو زده کړو وزارت د نصاب ریاست لخوا راغلي پلاوي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د نصاب څېړلو چارې پیل کړې!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۴:۲۵
WER96AER

چهارشنبې ورځ د ٢٤/١١/١٤٠٣ هـ.ش چې له ١٣/٨/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د لوړو زده کړو وزارت د نصاب ریاست لخوا راغلي پلاوي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د نصاب څېړلو چارې پیل کړې.

مقدماتي غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او لوړو زده کړو وزارت د نصاب ریاست پلاوو په ګډون پیل شوه.

لومړۍ، کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله "عمرخیل" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، راغلو پلاوو ته د پوهنځیو رئیسانو پېژندګلوي وکړه، زیاته یې کړه: د پوهنځیو مسؤولین به له تاسو سره د نصاب څېړلو برخه کې هر ډول مرسته وکړي او هیله لرو چې د نصاب څېړلو چارې په ښه توګه پرمخ ولاړې شي.

وروسته، د لوړو زده کړو وزارت د نصاب ریاست څخه راغلو پلاوو د راتګ موخه، هدف او د نصاب څېړلو ترتیب او تنظیم اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

د یادولو وړ ده چې ٤٠ کسیزه راغلۍ پلاوی به څو ورځې پوهنتون کې پاتې شي او د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا برنامو نصاب به له نږدې وڅېړي.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS