کابل ښوونې او روزنې پوهنتون (۵۰) تنه محصلین د علمي او تاریخي سفر په ترڅ کې د غزني، زابل او قندهار ولایتونو په لور روان شول!

hamid
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۳:۴۳
اال5لا4ل5ب

سې شنبې ورځ د ١٨/١٠/١٤٠٣ هـ.ش چې له ٦/٧/١٤٤٦ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون (۵۰) تنه محصلین د علمي او تاریخي سفر په ترڅ کې د غزني، زابل او قندهار ولایتونو په لور روان شول.

په یاد سیر علمي کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال، اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو او د دعوت او ارشاد څانګو آمرینو، استادانو، محصلانو خدماتو چارو مسؤولینو او (٥٠) تنو محصلینو ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل"وثیق" او د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړیکو آمر ښاغلي مولوي ایام الدین"محب" په خپلو خبرو کې محصلینو ته د ښه سفر غوښتلو ترڅنګ د سفر ادابو مراعات کولو، یاد علمي سفر ارزښت، غزني، زابل او قندهار ولایتونو تاریخي او دیني ځایونو او له هغو څخه لیدنې او زابل ولایت کې د امیرالمومنین(رح) زیارت کولو اړوند هراړخیزې خبرې وکړې او محصلینو ته یې په راتلوونکې کې د نورو سیر علمي برنامو ترتیب کولو وعده ورکړه، زیاته یې کړه: د یاد سیر علمي هدف او موخه مو د غزني او قندهار ولایتونو تاریخي او دیني ځایونو څخه لیدنې ترڅنګ په زابل ولایت کې د امیرالمومنین(رح) زیارت کول دي، زیاته یې کړه: کوښښ وکړئ چې له دې سیرعلمي څخه ډک لاسونه بېرته راستانه شئ.

یاد سیر علمي چې د پوهنتون رئیس صاحب په هدایت د محصلانو خدماتو چارو آمریت لخوا د مالي آمریت په همکارۍ ترسره کیږي، محصلین به د غزني او قندهار ولایتونو له تاریخي، دیني او باستاني برخو څخه د لیدنې ترڅنګ په زابل ولایت کې د امیرالمومنین(رح) مبارک زیارت ته هم ورشي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS