د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ١٤٠٣کال نويو کامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست او د (پوهنتون پېژندنې) غونډه ترسره کړه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۲:۴۱
1122

 سې شنبې ورځ د ٢٧/٢/١٤٤٦ ه.ق. چې له ٦/٦/١٤٠٣ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة د غونډو عمومي تالار کې د محصلانو چارو معاونیت د محصلانو خدماتو چارو آمریت لخوا د پوهنتون فرهنګي کمېټې په همغږۍ د ١٤٠٣کال هغه محصلینو ته چې د پوهنتون بېلابېلو پوهنځیو ته نوي بریالي شوي دي، د پوهنتون پېژندګلوۍ او مربوطه امکاناتو په پار غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د پوهنځیو رئیسانو، اداري آمرینو، استادانو او محصلینو ګډون درلود.

لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د دعوت او ارشاد څانګې آمر مولوي ذبیح الله "عابد" محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ، له استادانو او کورنۍ سره د ښو اخلاقو، مسلکي زده کړو، د عصری زده کړو تر څنګ د دیني زده کړو، له کتابتون او لابرتوارو څخه د ګټه اخیستلو او د پوهنتون اصولو او قوانینو مطابق د درسونو مخته وړلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د محصلانو خدماتو چارو مدیر ښاغلي عبدالرشید "سامع" نويو کامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنک د پوهنتون تشکیل، استادانو، اداري کارمندانو، پوهنتون اهدافو، درسي میتودونو، تعلیمي کال، سمسترونو شمېر، امتحانونو، د کریدت سیستم لایحه او درسي ټایمونو اړوند، نویو کامیاب شویو محصلینو سره معلومات شریک کړل.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسطذه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS