بیوگرافی امر دیپارتمنت روسی

د پوهنمل سید نادر وفا، د روسي ډیپارټمنټ د آمر، بیوګرافي

پوهنمل سید نادر وفا، د سید محمد زوی، په ۱۳۶۳ کال کې د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. نوموړي خپلې ابتدایي، متوسطه او لېسه زده‌کړې په خپل پلرني ټاټوبي کې بشپړې کړې او په ۱۳۷۸ کال کې د یکاولنګ ولسوالۍ د ده‌سرخ لېسې څخه فارغ شو.

نوموړی په ۱۳۸۱ کال کې د کانکور له لارې د کابل پوهنتون ته شامل شو او له دوو کلونو وروسته د تحصیلي بورس په ترلاسه کولو سره د لوړو زده‌کړو د دوام لپاره د روسیې هېواد ته ولاړ. سید نادر وفا په ۱۳۸۷ کال کې د روسیې د ورونژ دولتي پوهنتون څخه د لېسانس په کچه فارغ شو. نوموړی د هماغه کال په وروستیو کې د ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د روسي ژبې او ادبیاتو په ډیپارټمنټ کې د استاد په توګه وګمارل شو.

سید نادر وفا په ۱۳۹۷ کال کې د لوړو زده‌کړو د دوام لپاره بیا روسیې ته ولاړ او له دوو کلونو زده‌کړو وروسته یې په ۱۳۹۹ کال کې د ورونژ دولتي پوهنتون څخه د ماستري سند تر لاسه کړ او هېواد ته راستون شو. نوموړي د یو کال لپاره د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه او د ۱۴۰۴ کال د اسد له میاشتې راهیسې تر اوسه د روسي ډیپارټمنټ د آمر په توګه دنده ترسره کوي.

پوهنمل سید نادر وفا د پوهنتون او پوهنځي په بېلابېلو کمېټو کې غړیتوب لري او د خپلې دندې په موده کې یې یو تحقیقي اثر لیکلی، څلور تحقیقي مقالې یې د «پیام معرفت» په مجله کې او څلور نورې تحقیقي مقالې یې په نړیوالو علمي مجلو کې خپرې کړې دي.