د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځی محصلینو د افغانستان له ملي آرشیف څخه لیدنه وکړه!
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځی محصلینو د ملي آرشیف څخه لیدنه وکړه.
په یاد علمي سفر کې د پوهنتون محصلانو چارو معاون، د محصلانو خدماتو چارو آمر، استادانو، د دعوت او ارشاد آمر او د ټولنیزو علومو پوهنځی د درېیم او څلورم صنفونو محصلینو ګډون درلود.
د محصلانو د خدماتو چارو آمر ښاغلي قاري شفیع الله "آخندزاده” د یاد علمي سفر موخه او هدف د محصلینو پېژندګلوي د هېواد تاریخ، د تاریخي آثارو سره بلدتیا او عملي کارونو په پار ترسره شو.
د یادولو وړ ده چې، په یاد علمي سفر کې د ټولنیزو علومو پوهنځی (86)تنو محصلینو ګډون درلود.