د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اداري غونډې راپور:

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۸:۲۱
66565

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري مجلس د دوشنبې په ورځ ۲۹/۱۰/1443 نېټه چې د ۹/3/1401 نېټې سره سمون خوري د سهار په 10:00 بجو د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان رشیدي په مشرۍ د قرآن کریم په څو مبارکو آیاتونو تر سره شو، چې د اجنډا له مخې لاندې پرېکړې وشوې.

1. د پوهنتون د نهو پوهنځیو د شل فیصده آزموینې اخیستلو لپاره د وخت ټاکل.

2. د پوهنتون د نارینوو او ښځینوو زده کړیالانو د نظم او ډسپلین څارنه.

3. د پوهنتون د نهو پوهنځيو د څانګو د معیارونو سره سم د زده کړیالانود داخلي ظرفیت لوړول.

4. د (HEMIS) په سیسټم کې د نهو پوهنځيو او مربوطه څانګو د شقو ثبت او شاملول.

5. د پوهنتون د نهو پوهنځيو د محصلینو د فراغت جدولونو بشپړول.

۶. د دولتي ښوونځيو د ښوونکو منلو لپاره د ظرفیت لوړول.

د غونډې په وروستیو کې وړانديزونه او نظریات وړاندې شول، چې د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان (رشیدي) له خوا د غونډې ګډونوالو ته ځوابونه وویل شول، غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS