کابل ښوونې او روزنې کې د یاد پوهنتون، کندز، بامیان، بدخشان او تخار پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې انگلیسي ژبې ازموینه واخیستل شوه!

hamid
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۰:۳۱
/978+9شیسغف

کابل ښوونې او روزنې کې د یاد پوهنتون، کندز، بامیان، بدخشان او تخار پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې انگلیسي ژبې ازموینه د سې شنبې ورځ د ٧/١٢/١٤٠٣ ه.ش چې د ٢٦/٨/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ای-سي-ټي)مرکز کې واخیستل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیراغا"هاشمي" ټولو نوماندانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په ټولنه کې د علم ارزښت او د استادانو مسؤولیتونو اړوند هر اړخیزې خبرې وکړې، د ازموینې اړوند یې استادانو او څارنې کمېټې ته اړیني سپارېښتنې وکړې او ټولو ګډونوالو ته یې د ازموینې په بهیر کې د پوره روڼتیا او امانتداری ډاډ ورکړ.

همدارنګه، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنمل دوکتور قدرت الله"عمرخیل" د ازموینې پروسیجر اړوند ټولو ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.

وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمد منصور “واحدي” د آنلاین ازموینې سیسټم اړوند ګډوونکوونکو سره اړین معلومات شریک کړل

د یادونې وړ ده چې د نړیوالې انګليسی ژبو ازموینې کې د کامیابو نوماندانو تحقیقي (تحریري) ازموینه چهارشنبې ورځ ٨/١٢/١٤٠٣ ه.ش چې له ٢٧/٨/١٤٤٦ ه.ق. نېټې سره سمون لري په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې اخیستل کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۱:۳۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی ښوونیز- لارښودي ورکشاپ وړاندې شو!

 پنجشنبه، ۱۴۴۷،۹،۲ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا آمریت له لوري د پوهنتون استادانو ته “د مقدمې لیکلو تګلاره: مسالې طرحه، هدف، اهمیت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۲۰
Background image

ځواب او جایزه

سلسه علمی، آموزشی و تشویقی پوهنتون تعلیم و تربیه کابل

در این سلسله سوال مطرح می‌گردد و برای شخص که نخستین پاسخ درست دهد، جایزه داده می‌شود. 

به‌زودی…ان‌شاء الله
 از صفحات اجتماعی ما👇
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۲:۲۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژمني تقویتي کورسونو دایرونکي استادان، کارمندان او مخکښ محصلین وستایل!

٢٨/٨/١٤٤٧، دوشنبه
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ژمني تقویتي کورسونو دایرونکو استادانو، د روان کال خزاني سمسټر ازموینې کمېټې غړو، تدریسي مدیرانو او مخکښو محصلینو د ستاینې غونډه د لوړو. . .

BACK TO NEWS