کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څېړنې او علمي مجلو معاونیت لخوا د اتم سمسټر محصلینو ته "د مونوګراف لیکنې لارښوونو" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودی سیمینار وړاندې شو!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۱۲:۴۶
ش

سې شنبې ورځ د ٢٢/١١/١٤٤٦ ه.ق چې له ٣٠/٢/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون څېړنې او علمي مجلو معاونیت لخوا د اتم سمسټر محصلینو ته "د مونوګراف لیکنې لارښوونو" ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ ښوونیز-لارښودی سیمینار وړاندې شو.

سیمینار غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، علمي چارو، ځېړنې او علمي مجلو مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارمندانو او محصلینو په ګډون پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا ترڅنګ له مسؤلینو څخه چې یاد سیمینار ته یې زمینه برابره کړې، منندویې وکړه، او محصلینو ته یې په مونوګراف لیکنې کې د ښې موضوع ټاکلو، لارښود استاد ټاکلو، په مونوګراف لیکنې کې د بهتره منابعو څخه ګټه اخېستنې، د اصولو او قوانینو مطابق د مونوګراف لیکنې، مونوګراف لیکنې کې له ادبي سرقت څخه د مخنیوي کولو، مونوګراف لیکلو کې د مهارت درلودلو او د ماسټرۍ او دوکتورا تر سطحې د زده کړو کولو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د څېړنې او علمي مجلو مرستیال په خپلو خبرو کې محصلینو ته د مونوګراف لیکنې ارزښت او اهمیت او د لوړو زده کړو وزارت اصولو او مقرراتو مطابق د مونوګراف لیکنې اړوند هراړخیزې خبرې وکړې.

یاد سیمینار د ښاغلي پوهنمل احمد فواد "شریفي" لخوا وړاندې شو او محصلینو سره د ( مونوګراف لیکنې روشونو، مونوګراف موضوع ارزښت، مونوګراف لیکنې مهارت درلودلو، مونوګراف موضوع مطابق له منابعو څخه ګټه اخیستنې، زیادې څېړنې، د مونوګراف سرلیک، فهرست او نتیجې معلومولو او د مونوګراف موخو او لاسته راوړنو) اړوند هراړخیز معلومات شریک شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS