کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته " د عمومي کتابتون پېژندنې، د ګټې اخیستنې مکانیزم او مطالې ارزښت" ترسرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو! 

hamid
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۰:۹
sfgasetgaww


 دوشنبې ورځ د ١٥/٣/١٤٤٧ ه.ق چې له ١٧/٦/١٤٠٤ ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون محصلینو ته " د عمومي کتابتون پېژندنې، د ګټې اخیستنې مکانیزم او مطالې ارزښت" ترسرلیک لاندې علمي سیمینار وړاندې شو.

 غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره د پوهنتون رئیس، څېړنو او علمي محلو مرستیال، کتابتون آمر، اداري کارمندانو او محصلینو په ګډون پیل شوه.

 لومړۍ، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د پیل وینا وکړه، په خپلو خبرو کې د څېړنو او علمي مجلو معاونیت څخه مننه وکړه چې یاد سیمینار یې دایر کړ همدارنګه یې محصلینو ته د کتابتون نظم او اصولو مراعات کولو، په آرامه فضا کې د مطالعې کولو، د مطالعې وخت پېژندلو، په خپلو تحصیلي رشتو کې د څېړنو په پار د کتابتون له کتابونو څخه ګټه اخیستلو او د مطالعې ارزښت او ګټو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د عمومي کتابتون آمر ښاغلي داکټر سمیع الله"سعید" خپلو خبرو کې محصلین مطالعې او څېړنو ترسره کولو ته وهڅول او د کتابتون جوړښت او تشکیل، کتابونو شمېر، دیجیلټي کتابتون ګټو او مطالعې ارزښت اړوند هړاخیزې خبرې وکړې.

یاد سیمینار د ښاغلي مدیر صاحب حفیظ الله"جهادوال" لخوا د اسلامي علومو او اراوپوهنې پوهنځیو محصلینو ته وړاندې شو.

په پای کې د محصلینو سوالونو ته د ښاغلي "جهادوال" لخوا قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS