کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مجلې آمریت د نشراتي کمېسون غونډه ترسره شوه.
سې شنبې ورځ د 28/9/1402 ه.ش چې له 5/6/1445 ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون مجلې آمریت د نشراتي کمېسون غونډه د پوهنتون څېړنو او مجلې مرستیال، مجلې آمر او مجلې آمریت مسؤولینو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې د څېړنو او مجلې مرستیال ښاغلي پوهنیار طاووس"محمدي" په خپلو خبرو کې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، ګدوونکونکو ته د تحقیقاتو هر اړخیز څېړنو، تحقیقي ستونزو حل او تحقیقي مقالو څېړنو اړوند ګډوونکونکو ته اړینې سپارېښتنې وکړې.
همدارنګه د نشراتي کمېسون غړو د لاندې موضوګانو اړوند:
علمي-تحقیقي مقالو څېړلو، علمي-تحقیقي مقالو تأییدی او په راتلونکي غونډه کې د رد شوو مقالو څېړلو اړوند بحث او خبرې وکړې.
غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.
