کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته د لومړنیو صحي مرستو رسولو ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ سیمینار وړاندې شو!

hamid
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۸
شسیل89+ی8بشس-+

 ١٥/٨/١٤٤٧ هــ ق، سه شنبه
 د سهار ستوري کلینیک له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته ( د لومړنیو صحي مرستو رسولو) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ سیمینار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو مرستیال، استادانو مسلکي انکشاف آمر، مسؤولینو او استادانو په ګډون پيل شو.

 سیمینار د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

د علمي چارو مرستیال ښاغلي مولوي احسان الله"ناصح" د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اسلام له نظره صحي برخو ته د توجه کولو، د بدني صحتمنتیا په پار د چاپېریال پاک ساتنې او د انساني وجیبې اداء کولو په پار په لومړنیو صحي مرستو کې له یو بل سره همکاریو اړوند هراړخیزي خبرې وکړې او استادانو ته یې له سیمینار څخه د پوره ګټه اخیستلو اړوند لازمې سپارېښتنې وکړې.

همدارنګه، د استادانو مسلکي انکشاف آمر ښاغلي پوهنوال دوکتور عبدالجبار "څپاند" د یاد سیمینار ارزښت او ضرورتونو اړوند هر اړخیزې خبرې وکړې.

وروسته له مقدماتي خبرو، یاد سیمینار د ښاغلي ډاکټر عبیدالله"رسولي" لخوا رسماً پیل او په تشریحي او عملي برخو کې هراړخیز معلومات له استادانو سره شریک کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

BACK TO NEWS