د څېړنو او علمي مجلو د معاونیت تاریخي مخینه او پېژندنه
د څېړنو او علمي مجلو د معاونیت تاریخي مخینه او پېژندنه
پوهنتونونه په اصل کې د څېړنو، زدهکړو او روزنې مرکزونه دي؛ ځکه علمي-څېړنیز فعالیتونه، د تکنالوژۍ ترویج او د علومو عملي کول په ټولو برخو کې د پوهنتونونو له اساسي دندو څخه شمېرل کېږي. له نیکهمرغه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د رهبري پلاوي د هڅو په نتیجه کې، د دې پوهنتون علمي څېړنو مرکز په ۱۳۸۹ کال کې جوړ شو. دا مرکز له ۹ کلونو وروسته، په ۱۳۹۸ کال کې د علمي څېړنو آمریت ته لوړ شو او د فعالیت ساحه یې پراخه او وده وکړه. په ۱۴۰۲ کال کې د اسلامي امارت او د لوړو زدهکړو وزارت د ځانګړې پاملرنې له مخې، د افغانستان په ۲۵ پوهنتونونو کې د څېړنې معاونیتونه جوړ شو چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هم پکې شامل و. د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د څېړنې او مجلو معاونیت په ۱۴۰۲ کال کې د دوو آمریتونو ـ د څېړنو آمریت او د مجلو آمریت ـ سره تأسیس شوه، او همداراز په ۱۴۰۳ کال کې د دې پوهنتون د عامه کتابتون آمریت هم د څېړنو او علمي مجلو معاونیت ته ورزیات شوه.
اوس مهال، د څېړنو او علمي مجلو معاونیت درې آمریتونه او یو مدیریت لري چې "د ابتکار او نوښتونو مدیریت" نومېږي.
- د څېړنو آمریت
- د مجلو آمریت
- د عمومي کتابتون آمریت
- د ابتکار او نوښتونو مدیریت
دا معاونیت ۲۷ دایمي کارکوونکي او یو قراردادي کارکوونکې لري. د دې علمي ادارې د څېړنو آمریت په جوړښت کې درې کارکوونکي په دنده بوخت دي: د علمي څېړنو آمر، د علمي څېړنو عمومي مدیر، او د علمي څېړنو کارپوه. د مجلو آمریت په جوړښت کې پنځه کارکوونکي په دنده بوخت دي: د مجلو آمر، د مجلو عمومي مدیر، د مجلې د توضیح مدیر، د ډیزاین او طرحې کارپوه، د مجلو کارپوه، او د مجلې مهتمم. د عامه کتابتون آمریت شپږ کارکوونکي لري، چې عبارت دي له: د کتابتون آمر، د کتابتون عمومي مدیر، د کارت او کټلاګ او توضیح مدیر، د ماسټرۍ کتابتون مدیر، د کتابونو د تنظیم او توضیح مدیر، او د ډیجیټلي کتابتون مدیر. د خلاقیت او نوښتونو مدیریت چې تازه یې فعالیت پیل کړی، یوه د خلاقیت او نوښت کمیټه او یو مدیر لري. د څېړنو او علمي مجلو معاونیت په ټولیز ډول ۶ ژورنالونه لري، چې له دې جملې څخه ۳ داخلي او ۳ نړیوال ژورنالونه دي. دا معاونیت په پوهنتون کې دوه کمیټې او یوه کمیسیون لري، چې عبارت دي له: د څېړنو کمیټه، د نشراتو کمیسیون، او د خلاقیت او نوښتونو کمیټه.
لیدلوری:
د پوهنتون د استادانو د څېړنیزو مهارتونو لوړول او د څېړنې فرهنګ بنسټیز کول؛ داسې څېړنې ترسره کول چې د معاصرې ښوونې او روزنې اړتیاوو ته ځواب ویونکی وي او د نننیو تعلیمي ستونزو لپاره مشخصې حللارې وړاندې کړي.
رسالت:
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هڅه کوي چې یوازې یو تعلیمي پوهنتون پاتې نه شي، بلکې تر زدهکړې سربېره، د یو څېړنیز او د پوهې په تولید کې ونډهوال پوهنتون په توګه وپیژندل شي. د همدې اصل پر بنسټ، د پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو معاونیت ځان مکلف ګڼي چې لاندې دندې ترسره کړي:
۱. د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په ټولو پوهنځیو کې د علمي څېړنو پیاوړتیا او پراختیا؛
۲. د علمي څېړنو په برخه کې د ښوونیزو اسانتیاوو برابرول د ورکشاپونو د جوړولو له لارې؛
۳. د نورو استادانو د څېړنیزو پایلو د استفادې لپاره د اسانتیاوو برابرول؛
۴. د پوهنتون د علمي کادر غړو او د نورو ملي او نړیوالو پوهنتونونو ترمنځ د علمي اړیکو پیاوړي کول؛
د څېړنو او علمي مجلو د معاونیت لاسته راوړنې
د څېړنو او علمي مجلو معاونیت له خپل تأسیس (په ۱۴۰۲ هـ ش کال کې) تر اوسه ډېرې مهمې لاسته راوړنې درلودلې، چې تر ټولو مهمې یې دا دي:
۱. د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو د پرمختګ لپاره د ملي کنفرانس ترسره کول (۱۴۰۲ هـ ش کال)؛
۳. د کنفرانس د پایلو د تطبیق په موخه پوهنې وزارت سره څو ناستې جوړول؛
۴. د درې داخلي مجلو جوړول : ژبه او ادبیات، ټولنیزې علومې، اسلامي علوم:
۵. د درېو نړیوالو مجلو جوړول : اسلامي علوم، طبیعي علوم، او ټولنیزې علوم؛
۶. د پورته یادو شویو مجلو لپاره د جلا وېبسایټونو جوړول او فعالول؛
۷. د ټولو نړېوالو ژورنالونو لپاره د ISSN نمبر اخیستل؛
۸. په پوهنتون کی د ترسره شویو څېړنو پایلې له اړوندو سکتورونو سره په فزیکي ډول او د ورکشاپونو له لارې شریکول؛
۹. د پوهنتون عامه کتابتون د انټرنېټ او کمپیوټرونو په واسطه تجهیزول؛
۱۰. د پوهنتون عامه کتابتون ته د ۴۰۰۰ بېلابېلو کتابونو زیاتول؛
۱۱. د پوهنتون لپاره د ډیجیټلي کتابتون جوړول؛
۱۲. د هغو سافټویرونو پېرل، چې د انګلیسي، روسي، ترکي او عربي ژبو مقالو کې ورتهوالی (مشابهت) کشفوي؛
۱۴. د ۱۴۰ علمي کنفرانسونو وړاندې کول د پوهنتون د استادانو لهخوا په ۱۴۰۳ کال کې؛
۱۵. د پوهاند رتبه لرونکو استادانو لهخوا د ۱۶ علمي کنفرانسونو وړاندې کول په ۱۴۰۳ کال کې؛
۱۶. د پوهنتون په ملي مجلو کې د ۴۸ علمي مقالو خپرېدل؛
۱۷. د پوهنتون په نړیوالو مجلو کې د ۱۸ علمي مقالو خپرېدل؛
۱۸. په نورو نړیوالو مجلو کې د ۱۵ علمي مقالو خپرېدل.