دپوهنتون تاریخچه او موخې

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون تاریخچه او موخې

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د هېواد په کچه د ښوونکو د روزنې یو ډېر با ارزښته بنسټ دی، چې د ښوونې او روزنې مؤسساتو، د ښوونکو د روزنې بنسټونو او د پوهنې د ثانوي دورو لپاره د روزل شویو ښوونکو د روزنې په موخه ایجاد شوی دی.

دغه پوهنتون هڅه کوي، ترڅو د یو معتبر اکاډمیک بنسټ په توګه، له هر ډول تبعیض، تعصب او تاوتریخوالي پرته د هېواد ستونزو ته لارې چارې پیدا کړي او د همدې موخې لپاره د پرمختګ جوګه شي.

همدغې موخې ته د رسېدو په موخه په پوهنتون کې د کیفیت تضمین او باور موندنې د لوړوالي مرکز رامنځته شوی دی، ترڅو پوهنتون ځان وارزوي او د ځواکمنتیاو د پېژندلو او له ناتوانیو څخه د مخنیوي لپاره د نړیوال پېژندل شویو معیارونو سره سم د خپل علمي حیثیت او باور څښتن او د نړیوالو پېژندل شویو معتبرو پوهنتونو سره همغاړی شي.

تاریخچه:

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د هېواد په کچه د ښوونکو د روزنې په برخه کې یو ډېر پخوانی، علمي او اکاډمیک بنسټ دی. د دې پوهنتون لومړنۍ هسته په کال ۱۳۴۳ کې د (ښوونکي د روزنې اکاډمۍ) تر سرلیک لاندې په هېواد کې د مسلکي ښوونکو د روزنې په موخه کېښودل شوه، چې د دولسمو ټولګیو فارغین یې د څوارلس پاس په کچه روزل.

د (ښوونکي د روزنې اکاډمي) همدغه نوم په کال ۱۳۶۱ کې د (کابل پېداګوژۍ انستیتیوت) په نوم تغییر وکړ او له دریو پوهنځیو (ژبه او ادبایت، طبیعي علوم او اجتماتي علوم) چې د ښوونکي په روزنه کې بنسټیز رول لري، د پرمختګ لوری ونیو.

د بدني روزنې انستیتیوت په کال ۱۳۶۶ کې د یاد انستیتیوت لپاره د څلورم پوهنځي، او د روښان دارالمعلمین یې (د روښان داخل خدمت پوهنځی) د پنځم پوهنځي په توګه ومنل شول.

  د کابل پیداګوژي انستیتیوت له ۱۳۶۳ څخه تر ۱۳۶۸ پورې د لیسانس پروګرامونو تر څنګ؛ د ماستر په کچه د ښوونکو د روزنې لپاره هم اقدام وکړ. په کال ۱۳۷۴ کې د لوړو زده کړو وزارت او پوهنې وزارت  تر منځ د یو پرېکړې له مخې د پلازمینې مرکز او ولایتونو د پیداګوژۍ انستیتیوتونه په لوړو زده کړو وزارت پورې ومنل شول.

 په ۱۳۸۱ کال کې هغه مهال چې موقتي اداره رامنځته شوه، د کابل پيداګوژۍ انستیتیوت، د اجتماعي علومو د انستیتیوت ودانۍ ته انتقال شو چې په افشارو کې یې موقعیت درلود.

 له هغو وروسته د یاد انستیتیوت د رهبرۍ او استادانو په ځانګړو هلوځلو د یاد انستیتیوت لپاره د یو اړین اکاډمیکي حیثیت د ترلاسه کولو لپاره د ۱۳۸۱ کال په جوزا میاشت کې د (کابل پیداګوژۍ انستیتیوت) څه (د  کابل ښوونې او روزنې پوهنتون) ته ارتقا وکړه او په کال ۱۳۹۱ کې یې نوم (د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون) وټاکل شو.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له فزیکي او اکاډمیکي اړخه:

 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له فزیکي اړخه په ډېره تنګه او محدوده ساحه کې ځای په ځای شوی دی، چې د یاد پوهنتون له ۸۰۰۰ ډېرو محصلینو لپاره نه په کې کافي اندازه ټولګي شتون نه لري او نه هم په  کې د ګرځېدو راګرځېدو لپاره مناسب چاپېریال په واک کې نه لري، خو له دې سره سره د یاد پوهنتون لپاره یو د ۱۰۰ خونو لرونکې ودانۍ پیل شوې ده او تمه کيږي، چې د دغې ودانۍ له بشپړېدو سره به د درسي  ټولګیو ستونزې تر یو ځایه پورې حل شي.

  د ښوونې او روزنې پوهنتون په اکاډمیکه برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي او اوسمهال د (ژبو او ادبیاتو، طبیعي علومو، ټولنیزو علومو، روزنیزو علومو، بدني روزنې، اختصاصي زده کړو، اسلامي زده  کړو، اوراح پوهنې، د معلوماتي تکنالوژۍ او او کمپیوټر زده کړو) نهه پوهنځي لري. یاد پوهنتون په موجودو نهو پوهنځیو کې (۳۱) دیپارتمنتونه لري.

 په ښوونې او روزنې پوهنتون کې د ماسترۍ لومړنی پروګرام په ۱۳۸۷ کال کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند (HEP) پروژې په مرسته او د ماسوچوست پوهنتون په توامیت د (ښوونې او روزنې) په ریښته  کې پیل شوه، چې تر دې مهاله یې څو دورې فارغین یې ټولنې ته وړاندې کړې دي، چې ټول یې د پوهنتونونو د ښوونې او روزنې پوهنځیو او دارالمعلمینونو استادان وو.

  په یاد پوهنتون کې د ماسترۍ دوهم پروګرام په کال ۱۳۹۱ کې د امریکا متحدو ایالتونو په مالي مرسته او د اندیانا پوهنتون په توامیت (په انګلیسي ژبه تدریس، د هغو محصلینو لپاره چې مورنۍ ژبه یې انګلیسي  نه ده) (TESOL) تر سرلیک لاندې پيل شوه، چې تر دې مهاله یې ۳ دورې فارغین ورکړي.

  د ۱۳۹۳ کال په دلوه میاشت کې د لوړو زده کړ وزارت او USWDP تر منځ یوه هوکړه لاسلیک شوه، چې  له مخې یې په ښوونې او روزنې پوهنتون کې د (ښوونې او روزنې مدیریت او رهبري) تر سرلیک  لاندې ماستري پیل شوه، د ماستري پروګرامونو په لړ کې دغه درېیم ماستري پروګرام دی، چې په دې پوهنتون کې په لاره اچول کيږی، د دې ماسترۍ پيل د مني له سمستر څخه کيږي.

هم مهاله د یادې ماسترۍ د پرمخ بېولو لپاره د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون او د امریکايي ماسوچوسټ ترمنځ د توامیبت هوکړه هم په (۲۰/۱۱/۱۳۹۳—۹/۲/۲۰۱۵) کې لاسلیک شوه.

لید لوری:

 د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون په دې هڅه کې دی، چې د تدریس، څېړنې، مدیریتي وړتیاوې، پېداګوژیکي قابلیتونو، ژمنتیا او ريښتینولۍ په برخه کې صلاحیت لرونکي رهبران، فعال زده  کړندویان، له هر ډول ژبې، قومیت، جنسیت او مذهب له په پام کې نیولو پرته، په هېواد کې د کیفیت ساتنې او باثباته پراختیا لپاره ټولنې ته وړاندې کړي.

موخې:

 د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون لاندې موخو ته رسېدل، د خپلو سترګو روڼتیا بولي:

1.      د ټولو محصلینو مجهزول، د ښوونې او روزنې په بډایه تجربو سره، د لاندې وړاندیز شویو لارو سره:

الف: د پوهنتون په ټولو ښوونیزو برخو کې د وخت له اړتیا سره سم د عصري کریکولم پلي کول او پېژندل.

ب: محصلینو ته ماخذونو او لکچرنوټونو تیارول.

ج: په هر دیپارتمنت کې د محصلینو د لارښوونې لپاره د علمي کاردونو ګمارل

د: د محصلینو لپاره د مجهزو لابراتوارونو چمتو کول.

2.      د ښوونې او روزنې د کیفیت لوړول:

الف: په پوهنځیو کې د تحصیلي درجې لوړول د ماسترۍ او دوکتورا تر کچې.

ب: په معاصرې پیداګوۍ پر میتودونو سره دعلمي کارد تجهیزول.

ج: د معلوماتو د زیاتوالي لپاره په ورکشاپونو، سیمینارونو او کورسونو کې د علمي کادر د غړو ګډون.

3.      په ښوونیزو پروګرامونو کې د تکنالوژۍ منظم کارول.

4.      د پوهنتون لپاره د زېربنايي جوړښتونو رامنځته کول، چې د تدریس لپاره مناسبې ودانۍ، عصري درسي اطاقونه، لابراتوارونه او داسې نورې اړوندې اړتیاوې په کې شاملې دي.

5.      د باوري تحقیقاتي مرکز رامنځته کول او له هغو ساتنه.

6.      په ټولو پوهنځیو کې د موجوده کادرونو د تعلیمي کچې د لوړولو په موخه د لنډ مهال او مشاهداتي بورسونو چمتو کول.

7.      له نوي نسل څخه د با استعداده او وړ کارمندانو ګمارل، او د هغوی لپاره د ښوونیزو فرصتونو برابرول، ترڅو وکولی شي، په خارج کې د ماستر او دوکتور په کچه تحصیلي کچو ته لاره پیدا کړي.

8.      د لابراتور جوړول او تجهیز.