کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه!

hamid
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۵
dfss

دوشنبې ورځ د ٢٩/١٠/١٤٠٤ ه.ش چې له ٢٩/٧/١٤٤٧ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې‌ پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس، مرستیالانو، پوهنځیو رئیسانو او علمي شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم"حمدي" د غونډې پیل وینا وکړه، ویې ویل: نننۍ علمي شورا غونډه زموږ د علمي، تحصیلي او څېړنیز بهیر د ارزونې، پیاوړتیا او سمون لپاره یو مهم فرصت دی. پوهنتون یوازې د درس او تدریس ځای نه دی، بلکې د فکر، څېړنې، نوښت او علمي مسؤلیت مرکز دی. زموږ مسؤلیت دا دی چې علم د ټولنې د اړتیاوو له واقعیتونو سره وتړو او د علم له لارې د امت او وطن خدمت وکړو. علمي شورا د پوهنتون فکري بڼست ده. هره پرېکړه چې دلته کېږي، باید پر علمي معیارونو، څېړنې، انصاف او امانت ولاړه وي. موږ مکلف یو چې نصابونه د وخت له غوښتنو سره عیار کړو، څېړنه پیاوړې کړو، علمي کیفیت لوړ وساتو او استادانو او محصلینو ته سالم علمي چاپېریال برابر کړو. زه له درنو استادانو مننه کوم چې له ټولو ستونزو سره ـ سره، د علم مشعل بل ساتي، خپل علم، تجربه او وخت د محصلینو د روزنې لپاره وقف کوي. همدارنګه د له علمي شورا له غړو تمه لرم چې د نصاب، څېړنې، ارزونې او علمي پرمختګ په برخه کې خپل رول لا پیاوړی کړي. 

د غونډې په جریان کې د پوهنتون علمي شورا غړو له لوري ( د نه ګونو پوهنځیو د درېیمې ربعې علمیاتي پلان تأییدي، محصلانو چارو معاونیت اړوند د ١٤٠٤ کال درېیمې ربعې ګزارش تأییدي، د نصاب او استراتیژیک پلان د ارزونې کميټو ګزارش تأییدي، د څېړنې پالیسی تأییدي، د عوت او ارشاد آمریت ١٤٠٤ کال اولې، دویمې او درېیمې ربعو ګزارش تأییدی او نورو)موضوعاتو اړوند بحث او خبرې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS