کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي د کتابتون پرانیست غونډه تر سره شوه!

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۴:۶
555
چهارشنبې ورځ د ٢٢/١٠/١٤٤٥ ه.ق. چې له ١٢/٢/١٤٠٣ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د طبیعي علومو پوهنځي د کتابتون برانیست غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداراي آمرینو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.
لومړۍ، د طبیعي علومو پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنوال محمد حسین " نداء" د غونډې ګډوونکونکو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، وویل: د طبیعي علومو پوهنځي محصلینو ته د آسانتیاوو برابرولو په پار مو کتابتون جور کړو، ترڅو محصلین په ارامه فضا کې ورڅخه ګټه واخلي او د غونډې ګډوونکونکو سره یې د کتابتون اړوند هر اړخیز معلومات سره شریک کړل.
وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث و القران سید بشیر آغا “هاشمي” د کتابتون پرانیستلو اړوند خوښي څرګنده کړه، زیاته یې کړه د پوهنتون رهبري له یاد پوهنځي سره پوره همکار دی او د کتابتون په غني کولو کې به د طبیعي علومو پوهنځي سره پوره همکاري وکړي.
د یادولو وړ ده چې یاد کتابتون کې زر (۱۰۰۰) جلده ساینسی مضامین وجود لري چې محصلین به د خپلو رشتو مطابق ورڅخه پوره ګټه واخلي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS