کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي نويو کامیاب شویو محصلینو ته د پوهنځي پېژندنې او مربوطه امکاناتو په پار غونډه ترسره کړه!

hamid
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۰:۴۱
4*ق9ثق

سې شنبې ورځ د ٢٣/٣/١٤٤٧ ه.ق. چې له ٢٥/٦/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة د غونډو عمومي تالار کې د ارواپوهنې پوهنځي مسؤولینو د ١٤٠٤ کال هغه محصلینو ته چې د ارواپوهنې پوهنځي بېلابېلو څانګو ته نوي بریالي شوي دي، د پوهنځي پېژندګلوۍ او مربوطه امکاناتو په پار غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې د ارواپوهنې پوهنځي رئیس، د محصلینو خدمتونو او همغږۍ آمر، یاد پوهنځي استادانو او محصلینو ګډون درلود.

په پیل کې، د ارواپوهنې پوهنځي رئیس ښاغلي پوهنیار سید بدرالدین"نصرت" محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ، له استادانو او کورنۍ سره د ښو اخلاقو، مسلکي زده کړو، د عصری زده کړو تر څنګ د دیني زده کړو، له کتابتون او لابرتوارو څخه د ګټه اخیستلو او د پوهنتون اصولو او قوانینو مطابق د درسونو مخته وړلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

وروسته، د محصلینو خدمتونو او همغږۍ آمر ښاغلي انجینر خان آغا"خبیب" محصلینو ته د مبارکۍ ترڅنګ، په خپلو خبرو کې د ارواپوهنې پوهنځي ارزښت او کاري برخو اړوند محصلینو سره معلومات شریک کړل.

په پای کې، د ارواپوهنې پوهنځي استاد، ښاغلي پوهاند عبدالمنان"حقیار" نويو کامیاب شویو محصلینو ته د ښه راغلاست تر څنک د پوهنځي تشکیل، استادانو، اداري کارمندانو، پوهنځي اهدافو، درسي میتودونو، تعلیمي کال، سمسټرونو شمېر، ازموینو، د کړیډت سیسټم لایحه او درسي ټایمونو اړوند، نویو کامیاب شویو محصلینو سره معلومات شریک کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۸
Background image

معیاري کتابتون؛ د علمي څېړنو اړتیا! -ښوونیز ورکشاپ

 دوشنبه- ١٤٤٧،١١،١٠ه.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، څېړنو او علمي مجلو معاونیت اړوند عمومي کتابتون امریت له لوري د نهه ګوني پوهنځیو کتابتونونو مسؤلینو ته "د معیاري کتابتون پېژندنه،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۱۳
Background image

مولوي عبدالحکیم حمدي؛ معیاري نصاب د تحصیلي بنسټونو د ملا تیر جوړوي! 

یکشنبه- ١٤٤٧،١١،٩ هـ.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون علمي چارو معاونیت اړوند، استادانو د مسلکي پراختیا امریت له لوري استادانو ته “ د تحصیلي نصاب پراختیا او بیا کتنې" تر سرلیک لاندې یو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۰:۷
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون په کوربه توب د جهان خصوصی پوهنتون له لوري «د افغانستان د دوامدار پرمختیا لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې» تر عنوان لاندې دوه ورځنی داخلي کنفرانس پیل شو. 

په دې دوه ورځني کنفرانس کې چې د لوړو زده کړو او مخابرات او معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو مقاماتو، د بېلابېلو ادارو استازو، څېړونکو او د امارتي او خصوصي لوړو زده‌کړو بنسټونو د استادانو په. . .

BACK TO NEWS