کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

yasin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۹:۵۲
444

دوشنبې ورځ د ۱۳/۱/۱۴۰۳ ه.ش چې له ۲۲/۹/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون ترسره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوی سید بشیر آغا "هاشمي" په خپلو خبرو کې اداري شورا غړو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، په تاق سمسټر ازموینو کې د شفافیت موجودیت، نوي سمسټر درسونو پیلېدو ته د آماده ګۍ او د لوړو زده کړو وزارت د اصولو او مقراراتو مطابق د ماسټرۍ برنامو درسونو مخته وړلو اړوند اړینې سپارېښتنې وکړې.

همدارنګه د پوهنتون اداري شورا غړو د لاندې موضوګانو:

د تېرې اداري شورا پرېکړو ته بیا کتنه، د لېسانس او ماسټرۍ برنامو د محصلینو محرومي او فیسونو نه تحویلولو، خارج مرز استادانو موضوعاتو څېړلو او د پوهنځیو رئیسانو لخوا د ګزارش ورکولو، تاق سمسټر ازموینو پای ته رسېدلو او نوي سمسټر درسونو پیلېدو اړوند بحث او خبرې وکړې.

غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۸:۴۰
Background image

کیفیت لوړاوي معیارونو ته پام؛ د تحصیلي بنسټونو مؤثریت!-٤ورځنی ورکشاپ

 

 یکشنبه- ١٤٤٧/١١/١٦هـ.ق. 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رهبری، استادانو او اداري کارمندانو ته د کیفیت لوړاوي ١١ معیارونو د ښه تطبیق اړوند څلور ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې هدف او موخه یې. . .

BACK TO NEWS