کابل ښوونې او روزنې، فاریاب، تخار او لغمان پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې ازموینه واخیستل شوه!
کابل ښوونې او روزنې، فاریاب، تخار او د لغمان پوهنتونونو د کادري بستونو د نړیوالې(انګلیسي) ژبې ازموینه د شنبې ورځ د ١٧/٦/١٤٠٣ ه.ش چې د ٤/٣/١٤٤٦ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ په (ICT)مرکز کې واخیستل شوه.
په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د استادانو انسجام آمر ښاغلي پوهنمل نجیب الله"بېګزاد" ټولو نوماندانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، یې د ازموینې اړوند استادانو او څارنې کمېټې ته اړیني سپارېښتنې وکړې او د ازموینې پروسیجر اړوند ټولو ګډونوالو سره معلومات شریک کړل.
وروسته، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمد منصور “واحدي” د آنلاین ازموینې سیسټم اړوند ګډوونکوونکو سره اړین معلومات شریک کړل.
د یادونې وړ ده چې د نړیوالې(انګليسی) ژبې ازموینه کې د کامیابو نوماندانو تحقیقي (تحریري) ازموینه یمشنبې ورځ ١٨/٦/١٤٠٣ ه.ش چې له ٥/٣/١٤٤٦ ه.ق. نېټې سره سمون لري په کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې اخیستل کیږي.