د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د مرکزي پوهنتونو د اسلامي ثقافت د علمي کادرنو، امامانو او مبلغینو لپاره مسلکي (تحریري) آزموینه واخېستل شوه !

keu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۳ - ۸:۴۱
566

د کابل ښوونې او روزنې، طبي پوهنتون او پولي تخنیک پوهنتونونو د اسلامي علومو د ثقافت څانګو د علمي کادرونو د بریالیو نوماندانو څخه د مسلکي آزموینې د اخیستو بهیر، د شنبې ورځ (۶/۲/۱۴۴۴) نېټه د لوړو زده کړو وزیر محترم مولوي الحاج عبدالباقي "حقاني"، د علمي چارو مرستیال دکتور لطف الله " خیر خواه " د مالي او اداري چارو مرستیال مولوی حافظ محمد حامد " حسیب " د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله " وحدت " د تقرر او علمي ترفیعات رئیس مفتاح الدین " عزام " او ورسره مل پلاوي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشیدخان"رشیدي" د وزارت ځانګړی استازی او د پوهنتون مالي او اداري چارومرستیال انجینر سردارولي" صالحی" د پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالقدوس"مظهري" او د څارنې کمیټې غړو په حضور کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د عمومي غونډو په تالار کې آزموېنه واخېستل شوه،

د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشید خان "رشيدي" او د مالي او اداري چارو مرستیال انجینر سردارولي "صالحي" د آزموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال د دې پروسې د شفافیت او امانتدارۍ، نظم او ډسپلین په اړه ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، همدارنګه یې څرګنده کړه چې په پوهنتونونو کې د علمي کادر د استخدام معیار د کاندیدانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کېږي.

د یادونې وړه ده چې، په دې آزموینه کې (۱۸۳) د عربی ژبې بریالیو کاندیدانو نارینه او ښځینه وو ګډون درلود .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه ترسره شوه!

یکشنبې ورځ د ۶/۱/۱۴۰۳ ه.ش چې له ۱۵/۹/١٤٤٥ ه.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون اداري شورا غونډه د پوهنتون رئیس، معاونینو، پوهنځیو رئیسانو او اداري شورا غړو په ګډون ترسره. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۶ - ۸:۵۱
Background image

سمسور او آباد افغانستان په هیله!

شنبې ورځ د 13/9/1445 ه.ق چې له 4/1/1403 ه.ش نېټې سره سمون لري د نجم خیریه بنسټ لخوا د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د لا ښکلا لپاره (200) نیالګي ډالۍ شول.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۱۱:۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د (1402) کال " تاق سمسټر" وروستنی ازموینې پیل شوې!

چهار شنبې ورځ د 10/9/1445 هـ ق چې له 1/1/1403 ه.ش نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د (1402) کال " تاق سمسټر" وروستنی ازموینې په پوره شفافیت او ډاډ منه فضاء کې پیل شوې.

د. . .

BACK TO NEWS