د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د مرکزي پوهنتونو د اسلامي ثقافت د علمي کادرنو، امامانو او مبلغینو لپاره مسلکي (تحریري) آزموینه واخېستل شوه !

keu_admin
Sun, Sep 04 2022 8:41 AM
566

د کابل ښوونې او روزنې، طبي پوهنتون او پولي تخنیک پوهنتونونو د اسلامي علومو د ثقافت څانګو د علمي کادرونو د بریالیو نوماندانو څخه د مسلکي آزموینې د اخیستو بهیر، د شنبې ورځ (۶/۲/۱۴۴۴) نېټه د لوړو زده کړو وزیر محترم مولوي الحاج عبدالباقي "حقاني"، د علمي چارو مرستیال دکتور لطف الله " خیر خواه " د مالي او اداري چارو مرستیال مولوی حافظ محمد حامد " حسیب " د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله " وحدت " د تقرر او علمي ترفیعات رئیس مفتاح الدین " عزام " او ورسره مل پلاوي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشیدخان"رشیدي" د وزارت ځانګړی استازی او د پوهنتون مالي او اداري چارومرستیال انجینر سردارولي" صالحی" د پوهنتون د اسلامي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل عبدالقدوس"مظهري" او د څارنې کمیټې غړو په حضور کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کې د عمومي غونډو په تالار کې آزموېنه واخېستل شوه،

د پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهاند جمشید خان "رشيدي" او د مالي او اداري چارو مرستیال انجینر سردارولي "صالحي" د آزموینې له بهیر څخه د څارنې پرمهال د دې پروسې د شفافیت او امانتدارۍ، نظم او ډسپلین په اړه ټولو حاضرینو ته ډاډ ورکړ، همدارنګه یې څرګنده کړه چې په پوهنتونونو کې د علمي کادر د استخدام معیار د کاندیدانو وړتیا ته په کتو سره ترسره کېږي.

د یادونې وړه ده چې، په دې آزموینه کې (۱۸۳) د عربی ژبې بریالیو کاندیدانو نارینه او ښځینه وو ګډون درلود .

Latest news

Thu, May 15 2025 12:44 PM
Background image

Kabul Education University in One Week!

Saturday:

A meeting of the Disciplinary and Order Committee of the Vice-Chancellery for Student Affairs at Kabul Education University was held.

Sunday:

To improve the teaching. . .

Wed, May 14 2025 2:44 PM
Background image

Administrative (Leadership) Council Meeting of Kabul Education University Held

On Wednesday, 24/2/1404 Hijri Shamsi, corresponding to 16/11/1446 Hijri Qamari, the Administrative Council of Kabul Education University was held with the participation of the. . .

BACK TO NEWS