د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د رهبري شورا غونډې راپور!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۸ - ۱۳:۱۶
688

Publish Date

Closing Date

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د رهبري شورا غونډه نن د دوشنبې په ورځ د 1/2/1444 کال چې د 7/6/1401 سره سمون خوري د سهار په 11:00 بجو د پوهنتون د رئیس پوهنوال لیلما "یما شریفی" په مشرۍ، د علمي چارو مرستیال پوهاند جمشید خان (رشیدي)، د لوړو زده کړو وزارت فوق العاده استازي او د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال انجینر سردارولي (صالحي) او د پوهنځيو رئیسانو په ګډون غونډ د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او د پوهنتون د علمي چارو مرستیال د شورا محترمو غړو ته د ښه راغلاست وروسته په لاندې موضوعاتو خبرې وکړې.

آجنډا:

لمړی د خزاني سمستر د درسونو پیل او د نیمګړتیاوو له منځه وړلو لپاره اړین مخنیوی باید وشي؛

همدارنګه د اسلامي علومو د څانګو د کادري آزموینو په څرنګوالي خبرې وشوې؛ چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، طبي پوهنتون او پولی تخنیک پوهنتون پکې شامل دي؛

ورپسې د مشورتي ورکشاپ لپاره، چې د ښوونکو د وړتیا د لوړولو په خاطر جوړ شوی، د استادانو معرفي کول؛

په غونډه کې د تضمین کیفیت د هغه راپور وړاندې کول چې د ارزیابۍ په خاطر مخکې دیادې کمیټې د غړو له خوا ترسره شوی وؤ،

غونډه د پوهنتون په چارو کې د بریالیتوب په دعا سره پای ته ورسېده

Related VacanciesShow all

Back to vacancies