د کابل ښوونې او روزنې او وردګ پوهنتونونو او لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د کادري بستونو مسلکي آزموینې خبرتیا!

keu_admin
58585

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې، د نه لیدوونکو ښوونې او روزنې، انګلیسي، معلوماتي تکنالوژۍ، معلوماتي سیسټمونو، کمپیوټر زده کړو، کیمیا، چاپېریال ساتنې او زده کړیز مدیریت څانګو د وردګ پوهنتون د ریاضي څانګې او لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې د کیمیا څانګې، کادري بستونو نوماندانو ته چې د نړیوالې (انګلیسي) ژبې په آزموینه کې بریالي شوي دي خبر ورکول کېږي، چې د یادو بستونو مسلکي آزموینه پنجشنبې ورځ 10/5/1445هــ.ق. چې له 2/9/1402هـــ.ش.نېټې سره سمون لري د سهار په (9:00) بجو د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت کې اخیستل کېږي.

یادښت: له نوماندانو څخه هیله کېږي چې د آزموینې په ورځ (5) دقیقې مخکې له ټاکلي وخت، په نوموړي ځای کې حاضر او د نوماندانو دقيقې پېژندنې لپاره د اصلي پېژندپاڼې او یا پاسپورت درلودل اړین دي

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱ - ۸:۴۸
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۳:۳۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون خبرتیا!

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ټولو محصلینو ته خبر ورکول کېږي چې د محصلینو د خدماتو آمریت پام کې لري چې د محصلینو د ظرفیت لوړواي په موخه، لاندې د کمپیوټر ښوونیز پروګرامونه دایر کړي:

۱. د . . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۳ - ۱۴:۲۰
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د نوملیکنې خبرتیا!

د نوملیکنې او معلوماتو ترلاسه کولو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ.

https://nexa.gov.af/fa/mastari-form

 

 

Back to announcements