د کابل ښوونې او روزنې، بامیان او وردگ پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې آزموینه واخیستل شوه!

keu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۱۶ - ۱۱:۱۷
4555

سې شنبې ورځ 9/8/1402 هــــ.ش چې له 15/4/1445 هــ ق. نېټې سره سمون لري د( کابل ښوونې او روزنې، بامیان او وردګ) پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې آزموینه د یاد پوهنتون په آی سي ټي (ICT) مرکز کې واخیستل شوه.

په پیل کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د آزموینې په څرنګوالي خبرې وکړې، د استادانو او څارنې کمېټې څخه یې وغوښتل تر څو د آزموینې بهیر په عادلانه ډول پرمخ یوسي او په دې بهیر کې روڼتیا او امانت په پام کې ونیسي.

همدارنګه، د علمي چارو مرستیال ښاغلي دوکتور پوهاند جمشېد خان “رشیدي“ هم د آزموینې له شفافیت او نظم ټولو ګډونوالو ته ډاډ ورکړ.

ورپسې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمدمنصور “واحدي” د آزموینې او سیسټم په اړه معلومات ورکړل، زیاته یې کړه: “ آزموینه په شفاف ډول د (Online Exam Program (OEP)) له لارې اخیستل کېږي، نوموړی سیسټم پرته له کوم جعل او لاس وهنې خوندي دی او د آزموینې له پای ته رسېدو سره بې له کوم ځنډ پایلې اعلانوي، استادان، د آزموینې هئیت او ګډونوال نوماندان کولای شي په یو وخت او یو ځای د آزموینې پایلې د سیسټم پر مخ وګوري،

د یادونې وړ ده چې د نړیوالې (انګليسی) ژبې آزموینه کې د کامیابو نوماندانو مسلکي (تحریري) آزموینه وروسته د پوهنتون له رسمي صفحې اعلان شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته د لومړنیو صحي مرستو رسولو ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ سیمینار وړاندې شو!

 ١٥/٨/١٤٤٧ هــ ق، سه شنبه
 د سهار ستوري کلینیک له لوري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته ( د لومړنیو صحي مرستو رسولو) ترسرلیک لاندې یو ورځنۍ سیمینار د کابل ښوونې او روزنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځنی اصلاحي-علمي سیمینار پیل شو!

 سه شنبه، ١٥/۸/١٤٤٧ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او کارمندانو ته درې ورځنی اصلاحي-علمي سیمینار پیل شو، چې په لومړۍ ورځ یې د کابل جـ.ـهـ.ـادي مدرې شیخ الحدیث مولوي محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۵:۱۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون پوهاند استادانو د خپلو علمي څېړنو پایلې شریکې کړې!

یکشنبه، ١٣/٨/١٤٤٧ هـ.ق
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون لس تنه پوهاند استادانو د خپلو علمي څېړنو پایلې د علمي سیمینار په ترڅ کې د پوهنتون له رهبرۍ، مسؤلینو او استادانو سره شریکې کړې.

د. . .

BACK TO NEWS