د کابل ښوونې او روزنې، بامیان، البیروني او فاریاب پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې آزموینه واخیستل شوه!

keu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۰ - ۹:۵۵
dfdf

 

سې شنبې ورځ 12/10/1402 هــــ.ش چې له 19/6/1445 هــ ق. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې، بامیان، البیروني او فاریاب پوهنتونونو د کادري بستونو نوماندانو څخه د نړیوالې (انگلیسي) ژبې آزموینه د یاد پوهنتون په آی سي ټي (ICT) مرکز کې واخیستل شوه.

په پیل کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" د آزموینې اړوند استادانو، او څارنې کمېټې ته اړیني سپارېښتنې وکړې او ټولو ګډونوالو ته یې د آزموینې په بهیر کې د پوره روڼتیا او امانتداری ډاډ ورکړ.

همدارنګه، د استادانو د همغږۍ آمر ښاغلي پوهنمل نجیب الله “بېګزاد“ د آزموینې پروسیجر ټولو ګډونوالو ته تشرېح کړ.

په پای کې، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د معلوماتي تکنالوژۍ څانګې آمر ښاغلي محمدمنصور “واحدي” د آزموینې او سیسټم په اړه معلومات ورکړل، زیاته یې کړه: “ آزموینه په شفاف ډول د (Online Exam Program (OEP)) له لارې اخیستل کېږي، نوموړی سیسټم پرته له کوم جعل او لاس وهنې خوندي دی، او د آزموینې له پای ته رسېدو سره بې له کوم ځنډ پایلې اعلانوي، استادان، د آزموینې هئیت او ګډونوال نوماندان کولای شي په یو وخت او یو ځای د آزموینې پایلې د سیسټم پر مخ وګوري،

د یادونې وړ ده چې د بین المللي (انګليسی) ژبې آزموینه کې د کامیابو نوماندانو تحقیقي (تحریري) آزموینه وروسته د پوهنتون له همدې رسمي پاڼې څخه اعلانېږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر شو!

 

چهارشنبه- ۱۵،۱،۱۴۴۸ه.ق

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "په تحصیلي مرکزونو کې د مدیریتي اصول". . .

BACK TO NEWS