د چاپېریال پاک ساتل د هر مسلمان دیني او اسلامي وجیبه ده!

keu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۵:۲۰
544
 
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د چاپېریال او مربوطه ساحې د پاکوالي او منظم کېدلو چارې پیل شوې.
د پنجشنبې ورځ د ۲۰/۱۲/۱۴۴۵ ه.ق چې له ۷/۴/۱۴۰۳ ه.ش نېټې سره سمون لري د پوهنتون مربوطه ساحو د نظم او پاکوالي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس، علمي چارو مرستیال، پوهنځیو رئیسانو، استادانو، اداري کارمندانو او خدماتي کارکوونکو په گډون د پوهنتون د پاک والي چارې پیل شوې.
د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي سید بشیر آغا "هاشمي" چې خپله یې هم په دغه پروگرام کې برخه اخیستې وه، ټولو گډونکوونکو ته د چاپېریال د پاک ساتلو په هکله خبرې وکړې، زیاته یې کړه: چې د چاپېریال پاک ساتل د هر مسلمان وګړي مسؤولیت دی.
یاد پروګرام به د نن ورځې تر پای پورې دوام وکړي او د پوهنتون ټوله داخلي ساحه به پاکه او منظم کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۱۲
Background image

د نویو را بریالیو شویو محصلینو د نوملیکنې خبرتیا!

لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون هغو محصلینو ته چې د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې له لارې یې د یاد پوهنتون نهه ګوني پوهنځیو ته لار موندلې ده، خبر ورکول کیږي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د عربې ژبې درې میاشتنی کورس پیل شو! 

 

سه شنبه- ۲۸،۱،۱۴۴۸ ه.ق
کابل ښوونې او روزنې پوهنتون، علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته د ژبنيو مهارتونو د تقویت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو ته یو ورځنی لارښودي ورکشاپ دایر  شو!

 

 کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو مسلکي پراختیا امریت له لوري د پوهنتون استادانو ته "د تألیفي کتابونو د لیکلو  طرحې پېژندنې" اړوند یو ورځنی لارښودي. . .

BACK TO NEWS