د پوهنتون د علمي چارو د مرستیال ژوندلیک
پوهنمل دوکتور قدرت الله عمرخېل
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال
د سافټویر انجینرۍ اوچټک سافټویر پراختیا څېړونکی
پوهنمل دوکتور قدرت الله عمرخېل یو ژمن اکادمیک شخصیت او څېړونکی دی چې د کمپیوټر ساینس اړوند د سافټویر انجینرۍ او چټک سافټویر پراختیا (Agile Software Development) په برخه کې تخصص لري.
نوموړي خپلې زدکړې ( لیسانس۲۰۰۹-۲۰۱۲ او ماسټري۲۰۱۲-۲۰۱۴ ) د هندوستان د میسور پوهنتون او د دوکتورا زده کړې یې د ۲۰۱۹ د سپتمبر څخه د ۲۰۲۴ تر جولای د مالیزیا هېواد تخنیکي پوهنتون (UTM) د سافټویر انجینري په برخه کې تر سره کړي دي.
ډاکټر عمرخېل د اکاډمیکې دورې پیل د کابل په خصوصي پوهنتونونو کې د استاد په توګه وکړاو د کمپیوټر ساینس د ودې لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې تر سره کړې. د ۲۰۱۵ د جنورۍ په میاشت کې، درڼا خصوصي پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس وټاکل شو، او دا دنده یې د ۲۰۱۶ د اګسټ تر میاشتې پورې ترسره کړه.
پر ۲۰۱۷ کال کې یې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته د استاد په توګه ومنل شو. له ۲۰۱۸ د پیل څخه تر ۲۰۱۹ د اګسټ پورې، د د الکترونیکي زده کړوکمیسیون (E-Learning Commission) فعال غړی و او دهېواد د ډیجیټل زده کړې تګلارې جوړولو او پلي کولو کې یې بشپړه ونډه واخیسته.
سربیره پردېیې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو د IT ملي کنفرانس پر مهال د "ښوونې او روزنې په برخه کې د معلوماتی ټکنالوژئ د کمېټې" مشري وکړه او دIT ملي تګلارې په جوړولو کې یې مهم رول درلود.
ډاکټر عمرخېل د ۲۰۲۴ د دسمبر له ۱۸مې نېټې راهیسې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د علمي چارو مرستیال په توګه خدمت کوي.
په اوسنۍ دنده کې ه د لوړو زده کړو پرمختګ، علمي څېړنو پراختیا، او د پوهنتون علمي برنامو د پیاوړتیا په موخه په بشپړه ژمنتیا هلې ځلې کوي.
دڅېړنې تخصصي لید یې په لاندې برخو را ټول دی :
- چټک سافټویر پراختیا (Agile Software Development)
- د اړتیاوو انجینري (Requirement Engineering)
- په سافټویر انجینرۍ کې د کاروونکو ښکیلتیا (User Involvement in Software Engineering)