د طبیعي علومو پوهنځي ریاست
-
د طبیعي علومو پوهنځی پېژندنه
مخینه
د طبیعي علومو د پوهنځي مخینه د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د جوړښت له تاریخچې سره سم تړاو لري. هغه مهال چې په ۱۳۴۱ کال کې د ښوونکو د روزنې لومړنی بنسټ "د ښوونکو د روزنې اکاډمي" تر سرلیک لاندې رامنځته شو، نو د "کیمیا - بیولوژي" او "ریاضی- فزیک" په څانګو کې یې د دولسمو ټولګیو فارغان جذب کړل، چې تر دوه کاله زده کړو وروسته د څوارلسمپاس فارغانو په توګه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول، ترڅو په ښوونځیو کې ماشومانو او ځوانانو ته تدریس وکړي. په ۱۳۶۱ کال کې د دغې اکاډمۍ نوم "د کابل پیداګوژۍ انستېتوت" ته واوښت او د طبیعي علومو، ژبو او ادبیاتو او اجتماعي علومو درې پوهنځي په کې رامنځته شول، چې د ماسترۍ تر کچې یې ځوان ښوونکي او مسلکي کادرونه روزل. د طبیعي علومو له پوهنځي څخه د ماسترۍ په کچه وروستۍ ډله روزل شوي ښوونکي په ۱۳۶۵ کال کې له "کیمیا – بیولوژي" او "ریاضي ـ فزیک" څانګو څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په دې توګه د "کابل پیداګوژي انستېتوت" په جوړېدو سره د طبیعي علومو پوهنځی هم په رسمي ډول تاسیس شو او وروسته له هغو چې دا انستېتوت له "روښان دارالمعلمین" سره یو ځای شو، نو د "ریاضي ـ فزیک" او "کیمیاـ بیولوژي" دوې څانګې یې د ریاضي، فزیک، کیمیا او بیولوژي په څلورو جلاجلا څانګو بدلې شوې. د طبیعي علومو په چوکاټ کې په ۱۳۸۲ کال کې د کمپیوټر ساینس یو بل دیپارتمنت هم رامنځته شو، خو دغه دیپارتمنت د زدهکړیالانو د زیاتې غوښتنې له امله چټک پرمختګ وکړ او په ۱۳۹۴ کال کې د طبیعي علومو له پوهنځي جلا او د ځانګړي پوهنځي تر کچې لوړ شو. خو د دې ترڅنګ په ۱۳۹۳ کال کې د طبیعي علومو په پوهنځي کې د چاپیریال ساتنې دیپارتمنت هم رامنځته شو، چې له دې سره د یاد پوهنځي د دیپارتمنتونو شمېر پنځو ته ورسېد او لا هم یاد دیپارتمنتونه په دغه پوهنځي کې فعال دي. د طبیعي علومو د پوهنځي په علمي او اکاډمیکو فعالیتونو کې د پیداګوژۍ او ارواپوهنې مضمونونه ځانګړی ځای لري، چې د ټولو ۱۳۶ کرېډېټونو دېرېش سلنه (۳۰٪) جوړوي. د دغه پوهنځي د زدهکړیالانو شمېر په ۱۴۰۱ کال کې ۱۳۶۱ تنو ته رسېدو، چې د ۵۹ تنو استادانو له لوري ورته تدریس او لارښوونه کېده.
لرلید (Vision)
د طبیعي علومو پوهنځی ژمن دی چې د یوه باوري علمي او تحصلیي بنسټ په توګه، له معاصرې ټکنالوژۍ سره سم، د طبیعي علومو په برخو کې مسلکي، متخصص او ژمن کادرونه وروزي. دا پوهنځی هڅه کوي چې له سیمهییزو او نړیوالو معیارونو سره سم، د معیاري درسي پروګرامونو په پلي کولو، د نویو درسي میتودونو په کارولو، د علمي څېړنو په پیاوړتیا او ظرفیت لوړونې سره، په ملي کچه د طبیعي علومو د ښوونې په یو پرمختللي مرکز بدل شي.
مأموریت (Mission)
د طبیعي علومو پوهنځی د طبیعي علومو په بېلابېلو څانګو کې د لیسانس او فوق لیسانس په کچو د غوره زده کړو وړاندې کولو، او مسلکي کادرونو د روزنې په برخه کې د لوړو زده کړو د نظام، پوهنې وزارت او نورو بنسټونونو اړتیاوو ته د ځواب ویلو مأموریت پر غاړه لري. دا پوهنځی د سالم، عادلانه او له تبعیض څخه پاک ښوونیز چاپېریال په برابرولو، د استادانو د علمي ظرفیت په لوړولو او د څېړنې او نوښت په پیاوړتیا سره، د زدهکړې د کیفیت د لوړولو او د تخصصي پوهې د تولید لپاره هڅه کوي.
موخې
- د طبیعي علومو او ریاضیاتو په برخو کې د لیسانس او فوق لیسانس په کچو د باکیفیته زدهکړو وړاندې کول؛
- د مسلکي، وړتیالرونکو او ژمنو کادرونو روزنه چې نظري پوهه او عملي مهارتونه ولري؛
- د داسې درسي پروګرامونو تطبیق او نوي کول چې له علمي او ټکنالوژیکو پرمختګونو سره همغږي ولري؛
- د تدریس له نویو او فعالو میتودونو څخه ګټه اخیستل؛
- د استادانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړول؛
- د څېړنې، نوښت او عملي پوهې پیاوړتیا چې د تخصصي او علمي اړتیاوو ځواب ویونکي وي.
ارزښتونه
د پوهنځي په ټولو ښوونیزو، څېړنیزو او اداري فعالیتونو کې اسلامي او ملي ارزښتونو ته پاملرنه کول. د لوړو زدهکړو د قوانینو، مقرراتو او لوایحو رعایت او د دندو په ترسره کولو کې د شفافیت او حسابورکونې اصولو ته ژمنتیا؛ د محصلانو، علمي ټولنې او اړوندو بنسټونو پر وړاندې مسؤلیتپذیري او مسلکي ژمنتیا؛ د دوامدارو زدهکړو له لارې د استادانو د علمي او تحصیلي ظرفیتونو لوړول، د لوړو زدهکړو ملاتړ او د دوکتورا لرونکو استادانو د شمېر زیاتوالی؛ د څېړنې، نوښت او د پوهې د تولید فرهنګ ترویجول، او د طبیعي علومو په برخو کې د عملي څېړنیزو فعالیتونو پیاوړتیا؛ د ریاضي، فزیک، کېمیا او بیولوژي په برخو کې د ماسټرۍ پروګرامونو رامنځته کول او پراختیا؛ د زدهکړې او څېړنې د کیفیت لوړولو په موخه د تدریسي، لابراتواري او څېړنیزو زیربناوو پیاوړتیا ؛ علمي، ملي او نړیوالو همکاریو ته پاملرنه، او له معتبرو کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره د اغېزناکو اړیکو پراختیا، په ځانګړې توګه د معلوماتي ټکنالوژۍ او ګډو څېړنو په برخه کې.