د استادانو چارو آمریت پیژندنه

 

د استادانو چارو آمریت د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له مهمو او بنسټیزو اداري واحدونو څخه دی چې د علمي کادر غړو د چارو تنظیم او انسجام، د کادري پروګرامونو پرمخ وړل او د استادانو د ظرفیت لوړونې او مسلکي ودې لپاره د مناسبو فرصتونو برابرولو مسئولیت پر غاړه لري. دغه آمریت د لوړو زده کړو د نافذه قوانینو او مقرراتو په چوکاټ کې فعالیت کوي او د پوهنتون د علمي او کادري چارو په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

د دې آمریت په تشکیل کې د استادانو چارو آمر سربېره د استادانو چارو عمومی مدیریت هم شامل دی، چې د استادانو د اسنادو د طی مراحلو، ثبت، ساتنې او اړوندو معلوماتو د تنظیم په برخه کې لازمې همغږۍ او همکارۍ ترسره کوي.

د دې آمریت مهمې دندې عبارت دي له: د علمي کادر غړو د تقرر اسنادو ارزونه او د قانوني مراحلو تعقیب، د تقرر اړوندو غونډو تنظیم او همغږي، د استادانو د اسنادو ثبت او ساتنه، د علمي ترفیعاتو د دوسیو ارزونه او بشپړول، د علمي شورا د اجنډا ترتیب او شریکول، د علمي شورا د غونډو تنظیم، د تقاعد کېدونکو استادانو د اسنادو تعقیب او د لوړو زده کړو د قوانینو او مقرراتو له مخې د سپارل شویو نورو دندو ترسره کول.

دغه آمریت د اغېزمنو خدمتونو د وړاندې کولو او د علمي او اداري واحدونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا له لارې د پوهنتون د ښوونیزو، څېړنیزو او کادري فعالیتونو د کیفیت لوړولو لپاره دوامداره هڅې کوي.