بدني روزني او ورزشي علومو پوهنځۍ د ورزشي طب څانګې تاریخچه او پیژندنه

    د ورزشي طب څانګه په ۱۳۹۲ کال کې د عاجلې اړتیا له امله د ښوونې او روزنې پوهنتون د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځۍ په چوکاټ کې جوړه شوه. پوهاند قدرت الله اعظمي د پوهنځۍ د علمي شورا لخوا د څانګې لومړی آمر، وټاکل شو. وروسته، پروفیسور محمد رسول زلمی د لنډ وخت لپاره د ورزشي طب څانګې د آمر په توګه دنده ترسره کړه.

په ۱۳۹۷ کال کې دغه څانګه د ورزشي طب څانګې ته ونومول شوه او په ۱۳۹۷ کال کې پوهاند محمد شفیع سخي زاده د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي له طرفه د تعلیم او تربیې پوهنتون د رئیس او علمی مرستیال په حضور کې د ورزشي طب څانګې د آمر په توګه وټاکل شو. او په ۱۴۰۴ کال کې پوهنیار رومل اکبری د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي له طرفه د ورزشي طب څانګې د آمر په توګه وټاکل شو.

د ورزشي طب په څانګه کې، د دې څانګې د استادانو لخوا لاندې مضامین په علمي او عملي توګه تدریس کیژي: د انسان اناتومي، عمومي فزیولوژي، د ورزش فزیولوژي، د ورزش لومړنۍ مرستې، د ورزش حفظ الصحه، د بدني روزنې درملنه، د ورزش تغذیه، او د ورزش رنځ پوهنه.

د ورزشي طب څانګې لیدلوری

د سپورتي طب څانګه، د بدني روزنې او سپورتي علومو د پوهنځي د ملاتړ کوونکو او همکارو څانګو له ډلې څخه ده، او دا لیدلوری لري چې د علمي بنسټونو د تدریس او د تطبیقي څېړنو له لارې، په بېلابېلو برخو کې د سپورتي طب لکه د انسان اناتومي، عمومي فزیولوژي، د سپورتي فزیولوژي، لومړنۍ مرستې، د سپورتي حفظ‌الصحې، درملیز بدني روزنې، د سپورتي تغذیې، د سپورتي ټپونو پېژندنې او د اصلاحی او درملیزو حرکتونو په برخه کې، د نورو څانګو د علمي ملاتړ په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

د ورزشي طب څانګې مأموریت

د سپورتي طب څانګه دا مأموریت لري چې د سپورتي طب په بېلابېلو برخو کې د علمي او عملي زده‌کړو له لارې محصلین داسې متخصص، مسلکي او ژمن اشخاص وروزي چې د روغتیا د لوړولو، د سپورتي ټپونو د مخنیوي او د فزیکي فعالیت د ښه‌والي په برخه کې مؤثر رول ولوبوي. دا څانګه د تدریس، څېړنې او علمي خدمتونو له لارې د زده‌کړې د کیفیت د لوړولو او د بدني روزنې او سپورتي علومو د پوهنځي له نورو څانګو سره د اغېزمنې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.

44

 

د ورزشي طب څانګې مهم فعالیتونه

  • د ورزشي طب څانګې؛ د پلانونو، برنامو او درسي مفرداتو تنظیم او د هغوی د تصویب لپاره اړینې کړنې.
  • د ورزشي طب څانګې اړوند مضامینو تدریس کول لکه؛ د انسان اناتومي، عمومي فزیولوژي، ورزشيفزیولوژي، ورزشي لومړنۍ مرستې، د ورزش حفظ الصحه، د بدني روزنې درملنه ، د ورزش تغذیه، د ورزش رنځ پوهنه، عامه روغتیا، او نور.
  • د درسي چارو، عملي فعالیتونو، ټولګیزو پروژو، مونوګرافونو او سیمینارونو تنظیم کول
  • د تألیف، ژباړې او یا د لکچر نوتونو، درسي کتابونو، ممد درسي موادو د چمتو کولو او ترتیب کولو پلان جوړونه او د څانګې اړوند آثارو د چاپ او خپرولو لپاره اړیني کړنې.
  • د څانګې  اړوند اړین علمي، لابراتواري او ساحوي سرچینې او لارښوونې
  • د څانګې اړوند د علمي کادر  غړو د ګمارنې، انفکاک، د علمي سویې لوړولو، علمي رتبې ثابتولو او علمي ترفیع په اړه پریکړې کول
  • د تدریس او تعلیمي چارو په برخه کې د څانګې د پراختیا او ښه والي پروګرامونو طرحه کول، او د څانګې د مضمون مفردات او اړوندو پالیسیو تعدیل او بشپړول.

د ورزشي طب څانګې لاسته راوړنې

  • د دیپارتمنت د استادانو علمی-تحقیقی مقالو خپرول په کورنیو او بهرنیو مجلو کې
  • د کابل تعلیم او تربیې پوهنتون په سطح د علمی کنفرانس ارایه کول
  • د دیپارتمنت د پلانونو،برنامو او درسي مفرداتو ترتیب، او هر کال د هغوی د منظورۍ لپاره اړینې کړنې
  • د څانګې پورې اړوند مضامین په بریالیتوب سره تدریس کول، د هغه له جملې څخه؛ د انسان اناتومي، عمومي فزیولوژي، د ورزش فزیولوژي، د ورزشي لومړنۍ مرستې، د ورزش حفظ الصحه، معالجوي بدنې زده کړه، د ورزش تغذیه، د ورزش رنځپوهنه، عامه روغتیا په هر سمستر کې
  • د درسي چارو، عملي فعالیتونو، ټولګیزو پروژو، مونوګرافونو او سیمینارونو تنظیم کول
  • د تألیف، ژباړې او یا د لکچر نوتونو، درسي کتابونو، ممد درسي موادو د چمتو کولو او ترتیب کولو پلان جوړونه او د څانګې اړوند آثارو د چاپ او خپرولو لپاره اړیني کړنې.
  • د څانګې دوو تنو استادانو د ماسټرۍ سندونه ترلاسه کول.
  • د څانګې  اړوند اړین علمي، لابراتواري او ساحوي لارښوونې
  • د څانګې اړوند د علمي کادر  غړو د ګمارنې، انفکاک، د علمي سویې لوړولو، علمي رتبې ثابتولو او علمي ترفیع په اړه د پریکړې صادرول
  • د تدریس او تعلیمي چارو په برخه کې د څانګې د پراختیا او ښه والي پروګرامونو طرحه کول، او د څانګې د مضمون مفردات او اړوندو پالیسیو تعدیل او بشپړول.