کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د صحت روان رغتون له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۸
SDFGSD

شنبې ورځ د ١٥/٦/١٤٠٤ هـ.ش چې له ١٣/٣/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اراوپوهنې پوهنځي محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د صحت روان رغتون له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه.

په یاد سیر علمي کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او ارواپوهنې پوهنځي محصلینو ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل "وثیق" خپلو خبرو کې یې د ښه سفر غوښتلو ترڅنګ، محصلینو ته د یاد علمی سفر ارزښت اړوند هراړخیزې خبرې وکړې او محصلینو ته یې په راتلوونکې کې د نورو سیر علمي برنامو ترتیب کولو وعده ورکړه، زیاته یې کړه: د یاد سیر علمي هدف او موخه د رواني ناروغیو د پیداکېدلو علتونو او د یادو ناروغیو د درملنې حل لارو اړوند د ارواپوهنې محصلینو پوهاوي کچې لوړاوي لپاره د معلوماتو ترلاسه کول دي.

یاد سیر علمي چې د محصلانو همغږۍ او خدمتونو چارو آمریت لخوا د ارواپوهنې پوهنځي په همغږۍ په لار اچول شوی وو، محصلینو د صحت روان روغتون له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه او د روغتون مسؤلینو لخوا د رواني امراضو اړوند هراړخیز معلومات له محصلینو سره شریک شول.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۱:۳
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له البیروني پوهنتون سره د همکارۍ هوکړه وکړه! 

شنبه- ٢٧،١٢،١٤٤٧ ه.ق 
د اکاډمیکو او علمي مرکزونو د پیاوړتیا په موخه د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون او کاپیسا البیروني پوهنتون ترمنځ په علمي، څېړنیزو او اداري ډګرونو کې د همکارۍ، نصاب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۱
Background image

ورزشي سیالۍ؛ د بدني اعداد په موخه!

چهارشنبه- ١٩،١١،١٤٤٧ ه.ق. 
 د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون نهه ګونو پوهنځیو ترمنځ د بدني اعداد په موخه د پیل شویو والیبال سیالیو پایلوبه د بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځي په بریا پای ته. . .

BACK TO NEWS