کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د صحت روان رغتون له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه!

hamid
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۸
SDFGSD

شنبې ورځ د ١٥/٦/١٤٠٤ هـ.ش چې له ١٣/٣/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اراوپوهنې پوهنځي محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د صحت روان رغتون له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه.

په یاد سیر علمي کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو او ارواپوهنې پوهنځي محصلینو ګډون درلود.

د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیرآغا"هاشمي" او محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي رحمان ګل "وثیق" خپلو خبرو کې یې د ښه سفر غوښتلو ترڅنګ، محصلینو ته د یاد علمی سفر ارزښت اړوند هراړخیزې خبرې وکړې او محصلینو ته یې په راتلوونکې کې د نورو سیر علمي برنامو ترتیب کولو وعده ورکړه، زیاته یې کړه: د یاد سیر علمي هدف او موخه د رواني ناروغیو د پیداکېدلو علتونو او د یادو ناروغیو د درملنې حل لارو اړوند د ارواپوهنې محصلینو پوهاوي کچې لوړاوي لپاره د معلوماتو ترلاسه کول دي.

یاد سیر علمي چې د محصلانو همغږۍ او خدمتونو چارو آمریت لخوا د ارواپوهنې پوهنځي په همغږۍ په لار اچول شوی وو، محصلینو د صحت روان روغتون له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه او د روغتون مسؤلینو لخوا د رواني امراضو اړوند هراړخیز معلومات له محصلینو سره شریک شول.
 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۸
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې پوهنځي محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د صحت روان رغتون له مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه!

شنبې ورځ د ١٥/٦/١٤٠٤ هـ.ش چې له ١٣/٣/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د اراوپوهنې پوهنځي محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د صحت روان رغتون له مختلفو برخو څخه لیدنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۴
Background image

کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د تربیتي او مسلکي علومو او بدني روزنې او ورزشي علومو پوهنځیو نويو کامیاب شویو محصلینو ته د اړونده پوهنځیو د پېژندنې غونډه ترسره کړه!

 

 پنجشنبې ورځ د ١١/٣/١٤٤٧ ه.ق. چې له ١٣/٦/١٤٠٤ ه.ش. نېټې سره سمون لري د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د عبدالرحمن بن سمرة د غونډو عمومي تالار کې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د تربیتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۰
Background image

د تدریسي بهیر ښه والي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون رئیس د یاد پوهنتون له لوړ رتبه(پوهاند)استادانو سره، غونډه ترسره وکړه!

 

پنجشنبې ورځ د ١٣/٦/١٤٠٤ هـ.ش چې له ١١/٣/١٤٤٧ هـ.ق نېټې سره سمون لري د تدریسي بهیر ښه والي په پار د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون  رئیس ښاغلي شیخ الحدیث سید بشیر آغا"هاشمي" د یاد. . .

BACK TO NEWS