فعالیتونه

  1. د پوهنتون د رئیس د نه حضور پر مهال د هغه د دندو او مسئولیتونو ترسره کول.
  2. د پوهنتون له رئیس سره په علمي او اکاډمیکو چارو او فعالیتونو کې همکاري کول.
  3. د علمي کادر د غړو د تقرر، علمي رتبې د تثبیت، علمي ترفیع او انفکاک اړوند قانوني اجراآت ترسره کول.
  4. د پوهنتون د نشراتي چارو رهبري او څارنه.
  5. د علمي شورا د کلني کاري پلان طرحه ، تصویب او تطبیق په موخه د هر کال په پیل کې د علمي شورا لومړۍ غونډې ته وړاندې کول.
  6. د علمي شورا د غونډو د اجنډا ترتیبول او د شورا د پرېکړو ثبت او ساتنه.
  7. د پوهنتون د اکاډمیکو چارو اړوند مقررو، لوایحو او طرزالعملونو ارزونه او بیاکتنه.
  8. د اړوندو کمېټو مشري او رهبري کول.
  9. د علمي چارو معاونیت اړوند دفترونو او واحدونو د چارو او فعالیتونو څارنه.
  10. د درسي نصاب ارزونه او د وخت غوښتنو او نړیوالو معیارونو سره د سمون لپاره د اصلاحاتو او وړاندیزونو وړاندې کول.
  11. د علمي چارو معاونیت د کلنیو اجراآتو او فعالیتونو راپور د پوهنتون ریاست ته وړاندې کول.
  12. د پوهنتون د اکاډمیک ستراتیژیک پلان په جوړولو کې اسانتیا رامنځته کول او همکاري کول.
  13. د نافذه قوانینو، مقرراتو او لوایحو له مخې د علمي چارو معاونیت پورې اړوند نورې سپارل شوې دندې ترسره کول.