د کیمیا څانګه

د کیمیا څانګې لرلید (Vision)

 

د کېمیا ډیپارټمنټ هڅه کوي چې د افغانستان په کچه د کېمیا د ښوونیزو او تخصصي کادرونو د روزنې په یو معتبر علمي مرکز بدل شي. دغه کادرونه به د پیاوړي علمي بنسټ، اغېزناکو تدریسي مهارتونو، له لابراتواري عملي کارونو سره بلدتیا او له تعلیمي نصاب سره په پشپړ بلدیت سره وکولای شي چې په ښوونځیو، پوهنتونونو او د ښوونکو د روزنې په مرکزونو کې د کېمیا د زده‌کړې کیفیت په دوامدار او اغېزناکه توګه لوړ کړي.

 

د کیمیا څانګې ماموریت (Mission)

 

د کېمیا ډیپارټمنټ لاندې رسالت تعقیبوي:

  • په ملي او نړیواله کچه د منل شویو علمي معیارونو پر بنسټ د نويو تحصیلي نصابونو په لرلو سره داسې علمي پروګرامونه طرحه او وړاندې کول چې د کېمیا په برخه کې مسلکي استادان او ښوونکي وروزي او د هېواد د لوړو زده کړو بنسټونو، د ښوونکو روزنې مؤسسو او ښوونځیو اړتیاوې پوره کړي.
  • د ښوونځیو فارغانو، د دارالمعلمینونو او څوارلسم ټولګيو فارغانو او د ښارونو برحالو ښوونکو (دولتي او خصوصي) لپاره د کېمیا په برخه کې د لیسانس تر کچې زده‌کړو زمینه برابرول.
  • د زده‌کړو په بهیر کې د کمیت تر څنګ د کیفیت لوړولو ته ځانګړې پاملرنه کول.
  • د پوهنتون له لارې له ملي او نړیوالو اکاډمیکو مؤسسو سره د علمي همکاریو او اړیکو پراخول.
  • ډیپارټمنټ د کېمیا د تدریس، زده‌کړې او علمي څېړنې په یوه فعال او معیاري مرکز بدلول.

 

ارزښتونه (Values)

  • د کېمیا په برخه کې د باور وړ او عملي پوهې تولید ته ژمنتیا.
  • د داسې محصلانو او ښوونکو روزنه چې مسلکي ژمنتیا، اخلاقي ارزښتونه او د ټولنې اړتیاوو ته د ځواب ویلو احساس ولري.
  • د نويو تدریسي لارو او میتودونو په کارولو سره د تدریس او څېړنو کیفیت لوړول.
  • له ملي او نړیوالو معتبرو علمي او اکاډمیکو مرکزونو سره د علمي اړیکو پیاوړي کول.
  • د ټولو محصلانو لپاره د برابرو تعلیمي فرصتونو برابرول.
  • د هېواد د تعلیمي اړتیاوو د پوره کولو او ملي پرمختګ لپاره د کېمیا له علم څخه اغېزناکه استفاده.

 

موخې (Objectives)

 

  • د دولتي او خصوصي ښوونځیو او لوړو زده کړو مؤسسو لپاره د کېمیا په برخه کې د متخصصو استادانو او ښوونکو روزل.
  • د نظري تدریس او لابراتواري عملي کار له لارې د محصلانو علمي او عملي وړتیاوې لوړول.
  • په ملي او نړیواله کچه د معیاري تحصیلي پروګرامونو رامنځته کول او پراختیا ورکول.
  • د څېړنیزو ظرفیتونو پیاوړي کول او ډیپارټمنټ د کېمیا په برخه کې د علمي څېړنو په یو معتبر مرکز بدلول.
  • له کورنیو او بهرنیو پوهنتونونو او اکاډمیکو مؤسسو سره د علمي همکاریو پراخول.
  • د ښوونکو او د ښوونځیو د فارغانو لپاره د مسلکي ودې مناسب فرصتونه برابرول.
  • د هېواد په کچه د یوې معتبرې مرجع په توګه د کېمیا ډیپارټمنټ علمي او زده‌کړه‌ییزه دریځ لوړول.

 

عغزبفلظطیصثق